دتهران او د کابل نننۍورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80110-دتهران_او_د_کابل_نننۍورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو دکابل چاپ ځینی ورځپانې به هم درسره شریکې کړو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 04, 2019 09:16 Asia/Kabul
  •  دتهران او د کابل  نننۍورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو دکابل چاپ ځینی ورځپانې به هم درسره شریکې کړو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

داهم د تهران ورځپاڼو په سرکې  جمهوری اسلامی  ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  دایران داسلامی جمهوریت دایټمی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی  په ډاګه کړې ، په هوائی اکتشافاتو کې مو  د یورانیمو  له کشفولو سره په یووخت  مو تر مځکې لاندې  د وسپنې ، مسو او نور  ډیر  کم  پیداکیدونکی معدنونه هم  ترلاسه کړائ شول  .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،سعودی عربستان اومتحده عربی اماراتو هغو دوو هیوادونو ته  دنړۍ د کاتولیکانو د  رهبر پاپ فرانسیس سفر،لاسونه ئې د یمن د مظلوم ملت په وینو سره ککړ دی،دسیمې دمسلمانانو په عمومی افکارو کې د غوسې او کرکې  څپه راپورته کړې ده .

دامریکا د مشرانو جرګې داکثریّتی لوری  مشر میک مکایل  ددغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ ته خبرداری ورکړی  چې  د میکسیکو  سره  د سرحدی دیوال د جوړولو لپاره دملی  بیړنی حالت اعلان ،ممکنه ده  د جمهوری غواړو په کنفرانس کې  خنډ رامینځةکړی ، او مشرانو جرګه  دبیړنۍ وضیعَت   داعلان تائیدیدا   تصویب نه کړائ شی .  داپه داسې حال کې دی چې  دامریکا  دولسمشر کلنۍ وینا چې   دحکومت د پنځّه دیرش ورځنۍ چټی کیدا او دقدرت د ارکانو ترمینځ له ډیرو شخړو اوترینګلتیاؤ  وروسته  تر یوې اونۍ پورې  دسه شنبې  په ماښام تر یوې اونۍ ځنډسره به  ترسره شی ، ددې  ښودنه کوی ، چې د اختلافاتو او د  ګډووډو خبرو او تضاداتو  رنګ اوبوی  له دې ډیر زیات دی ، چې  ډونالډټرم په ورته اړتیا لری .

 د سورئې  د کردځواک  یوه پوځی مقام وئیلی دی ،د ډاعش تکفیری ډلې  مشر ابوبکر البغدادی د دیرالزور په جنوب کې  په  البوغاز سیمې کې په یوې واړې سیمې کې  کلابند شوی او ډیر زربه  ئې نهائی برخلیک  معلوم شی .

د صهونیسټ رژیم  یوې رسندوئې  لیکلی دی ، چې  اسرائیلی چارواکی د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ دعمومی منشی سید حسن نصرا...  درغنده ابهام  له سیاسته ډیره ویره لری .

 دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په یوې مرکې کې ایشوا کړې ده،د خپل پخوانی دفاع وزیر جیمز ماتیس له کړچاره  راضی نه وم او  هغه مو استعفی ته مجبوره  کړ .

 دیمن الحدیده ښار  دسویډ د سولې  دموافقې  د اجرا لپاره د انسانی مرستو  دآسانونکی ځواک  او پرسنلو  د دیره کولو په باب د انصار ا...ولسی غورځنګ او د یمن دمستعفی اوتښتیدلی حکومت دپلاؤ ترمینځ د خبرواترو کوربه ؤ .

 دسورئې  په دیرالزور  او ادلب ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو ترمینځ  په شخړو او نښتو کې  چې  له تیرو څو ورځو راهسې دوام لری ، په لسګونو ترهه ګر هلاک او ټپیان شوی او دغه راز دواړو لورو  دیوه بل دلسګونو  ترهه ګرو دنیولو  ادعاګانې هم کړی دی .

=      داهم  کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی،ملګروملتو په خپل یوه وروستی راپور کې روښانه کړې ،  اسلامی  ایران په تیرو درو لسیزو کې دبې وځلۍ   اندازه تر ۸۵فی صدو پورې کمه کړې ده .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،دفرانسې  په بیلابیلو ښارونو په تیره بیا په پاریس کې  دحکومت ضد د زیّړو جیکټونو دغورځنګ دمظاهره چیانو او  د بلوا ضد پولیسو  ترمینځ  اخ و ډب   په دولسمې  شبنې  چې په تورې شنبې نومول شوې  هماغه راز دوام درلود،   راپورونه ښئ  په دغه اخ وډب کې تر دې مه په سلګونو کسان  نیول شوی او  دغهراز  د ټپیانو شمیر   څه دپاسه درو زرو تنو ته رسیدلی دی

په ایران کې د ونزویلا  نوی سفیر  وئیلی دی،د ونزویلا دمخالفانو مشر خوان ګوایډو په ونزویلا کې د بلواؤ درامینځةکولو لپاره د امریکا داستخباراتی ادارې  سی آئی اې  روزل  او تربیّت کړائ شوی  دی . هغه وئیلی دی ،  ګوایډو له ډیرو کلونو راهسې  خپلې دغه شان دسیسې  روانې کړې وې،خو کوم فرصت ئې نه درلود ، او اوس ئې  هرڅه رابرسیره شول .

 دیمن په جنوبی ولایتونو کې ددغه هیواد پوځ اوولسی مبارزو کمیټیو دسعودی عربستان د تالی څټو ځواکونو ستر کنډکونه  کلابند کړی او  دتښتې لارې  ئې ورباندې  بندې کړی .

 دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په داسې حال کې چې له طالبانو ډلې سره دامریکائی  استازو دخبرواترو د  بریالیتوب  ډنډورې وهل کیږی ، دحکومتی او مخالفو ځواکونو ترمینځ نښتې او اخ وډب هماغه راز دوام لری او داسې کومه ورځ نشته چې  دیوشمیر  عامو کسانو جنازې هم پکې اوچتې نشی .

 دپاکستان د لومړی وزیر د واکمن ګوند تحریک انصاف او د  مسلم لیګ ن څانګې  دمشر نواز شریف  ترمینځ د سازباز ګونګوسو زور اخستی او وئیل کیږی ،ممکنه ده له ټګ پخوانی لومړی وزیر  نوازشریف څخه  نغرل شوی زیاتره قومی او ولسی   شتمنۍ بیرته  واخلی او ټګ نواز شریف یو ځل  دریم هیواد ته  جلاوطن کړائ شی .  

=    داهم  دتهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،دبحرین د  ولسی پاڅون   یوه لوړپوړی مشر  اومبارز روحانی آیت ا.. شیخ عیسی   قاسم  د دغه هیواد ولس ته په یوه پیغام کې په ډاګه کړې ،  د بحرین ولس  هیڅکله هم  جنایتونو او ظلم ته  نه وتسلیمیږی او  سپکاوی او ذلالت نه منی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د عراق دفاع وزارت په یوې اعلامیې  کی وئیلی دی ،د  مرکزی حکومت تر امر لاندې پوځی ځواک یو شمیر یونټونه  په کرکوک  کې ځای په ځای شو ل

دنړۍ په بیلابیلو  هیوادونو په تیره بیا په اروپا اوآسټریلیا کې  د سعودی عربستان دښاریزو پناه غوښتنې زیاتې شوی دی . وئیل کیږی ، چې آل سعود رژیم  په عربستان کې خپل ځپونکی  سیاستونه تر دې حده زیات کړی ، چې له زیاتره مدنی  او دبشری حقوقو د ادارو فعالان ترجیح ورکوی له دې مخکې چې  د آل سعود  په بندونو کې  شکنجه   او پانسی شی ،  نورو هیوادونو ته  دکډه په سر کیدا فکر  کې شوی دی .

 دافغانستان له طالبانو ډلې سره نزدې  سرچینو وئیلی دی،دطالبانو ډلې او امریکائی پلاؤ ترمینځ  جوړ شوی کمیشن  راتلونکی اونۍله افغانستانه  دامریکائی پوځیانو د وتلو   دمیکانزم  درامینځةکولو او په دې باب  چې   طالبان د امریکا لپاره هیڅ ګواښ نه دی،ارزونې اوسپړنې پیلوی اوټاکل شوې ده،په راتلونکو څو اونیو کې له  افغانستانه د امریکائی ځواک وتل  پیل شی .

داپه داسې حال کې دی چې نیویارک ټایمز خپرونې لیکلی دی ، ټاکل شوې ده   دروسیې په ماسکو کې یو ځل  بیا  دطالبانو  او دافغان اپوزیشن له مشرانوسره   په زیات احتمال سره  سبا  لیدۀ کاتۀ وکړی ، چې ممکنه  ده  دغه لیدۀکاتۀ  د افغانستان د اوسنی ولسمشر اشرف غنی   دحکومت موقعیّت  کمزوری کړی چې  ځان د دغه هیواد د اولس کلن  جنګ پای ته د رسولو  لپاره دخبرواترو  له چوکاټه بهر وینی .

=         اوس هم راګرځو  د کابل چاپ ځینوورځپاڼو ته  چې له  انټرنیټه موراخستی  او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .

(البته باید ووایو  چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دی )

د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې  پر بېلابېلو مسایلو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دی.

=    ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په یو مطلب کې لیکلی، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر ایستلو د ټینګار تر څنګ وایی، چمتو دی چې یو شمېر محدود پوځیان په افغانستان کې پرېږدی.

ورځپاڼه لیکی:ټرمپ له سی بی اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلی چې فکر کوی د طالبانو په ګډون په افغان جګړه کې ټولې ښکېلې خواوې له جګړې ستړی شوی دی.

په مطلب کې راغلی، نوموړی دا هم ویلی چې په افغانستان کې به د امریکا استخباراتی شتون دوام ولری، خو امریکا باید نور هر کال میلیاردونه ډالر په نړۍ کې پر پوځی مأموریت ونه‌لګوی.

=    ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې د قطر په مذاکراتو کې د طالب پلاوی د مشر عباس ستانکزی دې خبرو ته په اشارې سره چې که دوی بېرته واک ته راستانه شی د افغانستان اردو به منحل کړی لیکی:باید هېر نه‌کړو چې دا د پاکستان دسیسه وه چې د مجاهدینو مشرانو واک ته په رسېدو سره ئې عملی کړه.

ورځپاڼه لیکی: اوس چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان اردو یو وار بیا ساه اخیستې پاکستان یو ځل بیا غواړی چې خپل دا پلان عملی کړی.

د سرمقاله لیکونکی په باور که دا پلان عملی شی په هېواد کې به یو ځل بیا پخوانۍ ترخې تجربې تکرار شی.

په سرمقاله کې دا هم راغلی چې مونږ سوله غواړو، خو دا لار باید په تدبیر سره لنډه کړو.

=    هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د منصبدارانو د ستاینې په غونډه کې د ولسمشر د خبرو ځینې برخې راخیستې دی.

په مطلب کې راغلی ولسمشر ویلی، داسې سوله به راشی چې په هغې کې د افغان ځواک رول لا زیات وی، ځکه په خبره‌یې لویې ملی پروژې په مخ کې لرو.

په مطلب کې د ولسمشر په حواله دا هم راغلی چې زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه د یوې ورځې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کلونو لپاره مبارزه کوی.

هېواد لیکلی ښاغلی غنی وایی، مار خوړلی له رسۍ وېرېږی، خو مونږ ، نه له رسۍ وېرېږو او نه له ماره، ځکه مونږ عقل لرو او په تدبیر مخته ځو او هغه څه کوو چې د وطن عزت په‌کې خوندی وی.