دسعودی عربستان چارواکو خبریال خاشقجی وژلی دی
Feb 08, 2019 01:41 Asia/Kabul
-
سعودي عربستان په جدي ډول د جمال خاشقجي د وژلې په باره کښې د ترکیې دحکومت د تحقیقاتو د کمزوري کولو هڅه کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د خپل سره او غیر قانونی اعدامونو او پانسیو په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړی راپورټرې میرمن اګنس کالامارډ (Agnes Callamard)
پرون په یوه(۱) راپور کښې د سعودی عربستان دحکومت چارواکی د خبریال جمال خاشقجی د وژلې نیغ په نیغه مسول معرفی کړل .
میرمن اګنس کالامارډ چې د سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې په هکله د تحقیقی ډلې مشرۍ پرغاړه لری په خپل راپور کښې وویل دغه وژله د عربستان دچارواکو په لاس پلان او اجرا شوی ده .
په دغه راپور کښې ویل شوی دی چې سعودی عربستان په جدی ډول د جمال خاشقجی د وژلې په باره کښې د ترکیې دحکومت د تحقیقاتو د کمزوری کولو هڅه کوی
ټیګونه