پاکستان د طالبانو او دامریکا په خبرو کښې مرسته کړی ده
-
د خبرو میز ته د طالبانو د مشرانو په راوستلو کښې دپاکستان رول مهم دی .
زمونږ خبریال وایی دامریکا چارواکو او دطالبانو سرچینو وویل چې پاکستان دافغانستان له طالبانو سره د امریکا د سولې دخبرو اترو په ملاتړ کښې د پردې شاته خو مرکزی رول لوبول پیل کړی دی .
د پاکستان په ملاتړ کښې چې له دې مخکې په دومره تفصیل سره نه وو بیان شوی د طالبانو د کورنیو دغړیو د نیولو په شمول په هغو طالبانو چې د ملګرتیا په کولو کښې ناکامه دی دباو راوستل شامل دی .
دسولې په خبرو اترو کښې د پاکستان رول ښکاره دی او اسلام اباد هڅه کوی په طالبانو د زیات نفوذ د ښودلو مخه ونیسی ځکه چې امریکا له مخکې څخه پاکستان تورن کړی دی چې دافغانستان په طالبانو زیات نفوذ لری .
دافغانستان دطالبانو یوه (۱) مشر چې غوښتل نوم یې خپور نشی رویټز خبری اژانس ته وویل پاکستان له تیرو څو میاشتو راهسې په طالبانو او دهغوې په خپلوانو بې ساری دباو ساتلی دی .
د امریکا یوه(۱) لوړرتبه چارواکی چې غوښتل نوم یې خپور نشی له طالبانو سره د امریکا د چارواکو په خبرو کښې دپاکستان د رول یادونه وکړه مونږ پوهیږو چې له طالبانو سره خبرې به دپاکستان له ملاتړ پرته مکمنې نه وی .
دامریکا دغه چارواکی زیاته کړه پاکستان ځینې اسانتیاوې برابرې کړې .
دافغانستان دطالبانو سرچینو هم وویل د خبرو میز ته د طالبانو د مشرانو په راوستلو کښې دپاکستان رول مهم دی .
دافغانستان د طالبانو سرچینو وویل یو ځل پاکستان دمذهبی مشرانو په وسیله طالبانو ته دغه پیغام راوستوه چې دوې باید له امریکا سره خبرې وکړی یا له پاکستان سره د اړیکو دغوڅولو ریسک واخلی .
دطالبانو یوه مشر وویل پاکستان په طالبانو ددباو د راوستلو لپاره دهغوې دکورنیو غړی نیسی .
دافغانستان دطالبانو دغه مشر وویل ما تراوسه پاکستان دومره په جدی ډول نه وو لیدلی .
هغه وویل پاکستان طالبانو دغه خبره ښکاره کړی وه چې دوې باید له امریکا یا د کابل له حکومت سره خبرې وکړی .