دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80278-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .هیله ده ترپایه راسره ملّه ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 12, 2019 09:06 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .هیله ده ترپایه راسره ملّه ووسئ

دتهران درستو ورځپاڼو  پخپل لومړی مخ د  ایران داسلامی انقلاب  څلویښتمې کلیزې  د ولولناکو دستورو خبرونو او عکسونو پوښښ ته  بیل کړی دی . دتهران درستو ورځپاڼو  لیکلی دی ، د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې په دستورو کې  د ایران د  درست ولس ولولناک او پرتمین ګډون یو ځل بیا  استعماری او استکباری قدرتونو ته وښودله چې  هیڅکله به پخپلو  دوکه ورکونکو   او کرغیړنو  اقداماتو اود سیسو کې بریالی نشی او نور دایران ملت  د  استعماری دسیسو باندې نه  غولیږی .  په تهران کې  په آزادۍ چوک کې  د لکونو خلکو په ټول کې دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  حسن روحانی پخپلې وینا کې  ټینګار کړی،  دایران اسلامی جمهوریت به خپل توغندوی اوایټمی پروګرام ته هماغه راز دوام ورکړی او  په دې اړه  له هیچا اجازت هم نه اخلی .

  ورځپاڼو لیکلی دی،دایران په زیاترو ولایتونو کې  دسختو  ورښتونو او واؤرو  وریدو سره سره   دماشومانو ښځو اوبوډاګانو پشمول  تقریبا  درستو خلکو  یو ځل بیا  داسلامی انقلاب  د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی او د  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای له آئیډیاؤ او ارمانونو سره بیعت نوی کړ  او دامریکائی واکوالانو  هغه چټی او تکراری خبرې  چې  ئې وئیلی دی ،  داسلامی انقلاب څلویښتمه کلیزه به ونه لمانځل شی او اومونږ به  په تهران کې جشن لمانځو ، تش ځلوب   وبریښاوۀ  او روښانه ئې کړه ، چې  امریکائی  چارواکی به دغه آرمان له ځان سره ګور ته یوسی .

  ورځپاڼو همداراز لیکلی دی ، داسلامی انقلاب  دبریالیتوب دجشن  او میلیونی لاریونونو د خبری پوښښ لپاره  کابو درې سوه بهرنی خبریالان او کیمره مینان هم موجود ؤ او دغه راز په سلګونو  داخلی  خبریالانو هم   خپلې دندې په  ښه ډول ترسره کړی او   د ایران دملت  ولوله او  کلک هوډ ئې  دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړی دی .  ورځپاڼو همداراز  روښانه کړې ، په ایران کې   داسلامی انقلاب پنځمه لسیزه په داسې حال کې پیل شوې  چې  د دغه ولسی انقلاب پرتم   او بریاوې   په علمی ، ټیکنالوجیکی ،دفاعی ، اقتصادی او کلتوری ډګرونو پشمول په بیلابیلو حوزو   کې   په اوڅاره پرمختګونو سره   له ورایه  ښکاری او  همدغه ټکی دی ، چې استعماری ا و استکباری  قدرتونه او دهغوی تالی څټی   ئې  نشی زغملی او  هره ورځ  د اسلامی ایران د   نظام  او ولس په ضد نوی دسیسې او پلانونې  وړاندې کوی ،خو هیڅکله به بریالی نشی او  دایران دملت هوډ او اراده به ورسره نوره هم مضبوطه او پیاوړی شی.

 داپه داسې حال کې دی چې دایران د اسلامی انقلاب  د څلویښتمې  کلیزې په مناسبت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دایران داسلامی جمهوریت دسفارتونو پشمول په بیلابیلو کلتوری او سیاسی مرکزونو او  هالونو کې  په دې مناسبت  سترې دستورې جوړې شوی او   دبیلابیلو هیوادونو  لوړپوړو سیاسی اوپوځی  چارواکو پکې   ګډون کړی او  داسلامی انقلاب  دبریالیتوب  او بریاؤ په بای ئې  خپل نظرونه وړاندې کړی دی .

=     داهم دتهران  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې  داسلامی انقلاب د بریالیتوب  په مناسبت  په سترو سترو عکسونو او خبرونو چاپولو سربیره ئې  لیکلی دی ، د  امریکائی  حکومت واکوالانو  په تیره بیا ډونالډټرمپ  یوځل بیا  دایران دملت له لاسه بله درنده څپیړه وخوړله .  ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، د لبنان دحزب ا...  ولسی غورځنګ  عمومی منشی  سید حسن نصر ا...   په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ټینګار کړی ،  د ولایت فقیه  په پړاؤ کې  دایران اسلامی جمهوریت  داسې  سترې بریاوې ترلاسه کړی  دی ، چې دنړۍ  متفکران او پوهان ئې حک بک  او حیرانه کړی دی .

 ورځپاڼه په  دوام کې لیکی ،  د ملګروملتو  څیړنیز ټیم  هم دې نتیجې ته رسیدلی ، چې  دسعودی عربستان لوړپوړی مسئولان  په آل سعود رژیم  دینوکه کونکی    خبریال  جمال خاشقجی  د وحشی ډوله وژلې  اصلی عاملان دی او دغه   وحشی ډوله جنایت  پخپل سر  نه دی شوی .

 مراکش هم   په یمن  د سعودی ائیتلاف  دجنایتونو   په دوام  کې  په دغه  ائیتلاف  کې په ګډون پښمانه شوی او  له دغه   جنایتکار ائیتلافه ئې خپله لاره جلا کړې ډه .

 په فرانسې کې   د زیّړو جیکټونو دغورځنګ   په دیارلسمې   اونۍ کې  د  پاریس  امنیتی مامورانو او پولیسو  خپلو ځپنو ته دوام  ورکړی او وئیل  کیږی  چې په پاریس کې د یوه  مظاهره چی  لاس  دهغه  لاسی بم  دلګیدو له امله غوڅ شوی ، چې  پولیسو د  اعتراض کونکو په لور غورځولی ؤ . داپه داسې حال کې دی ، چې  په فرانسې کې د زیّړو جیکټونو  اعتراضیه غورځنګ   دفرانسې  حکومتی چاروکی  په تیره بیا  ولسمشر آمانوئل ماکرون لالهانده کړی او لار ترې ورکه شوې  ده  او دغه  غورځنګ   دنورو اروپائی  هیوادونو لمن ته هم غزیدلی   دی .

=         داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې  ئې لیکلی دی ، دایران عراق د ګډې تجارتی کوټې  عمومی منشی سید حمید حسینی    په ۲۰۱۸کال کې  عراق ته  دایران د  اته میلیارډ  او اوه سوه پنځوس میلیون ډالری  صادراتو  ته  په  اشارې سره وئیلی دی ،ایران په دغه کال کې  دتکریې په ځای  عراق ته  صادرات زیات کړی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران داسلامی انقلاب  د څلویښتمې کلیزې  په  درشل کې دایران په ضد دمنفی پروپیګنډو  لپاره دامریکا او لویدیځی هیوادونو له هلوځلو سره سره  د  عمومی افکارو سنجونکی یوې  موسسې  دڅیړنو نتیجې ښئ چې  دایران ولس  له ټولو اقتصادی  مشکلاتو سره سره ،  دایران   د ایټمی اوتوغندوی پروګرام له پراختیا  بشپړ ملاتړ کړی دی .

 دافغانستان د  مشرانو جرګې یوۀ استازی  محمد هاشم الکوزی  په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، امریکائی پوځیانو  د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ  کې   په دوو کورونو  دشپې مهال په ړندو عملیاتو کې  څه دپاسه شل عام افغانان وژلی دی ، چې په هغو کې یو شمیر ماشومان اوښځې هم ترسترګو  شوی دی .

 دصهونیسټ رژیم  لومړی ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ،   د دغه رژیم او عربو مرتجعو  هیوادونو ترمینځّ  پټې   اړیکې تر دې حده زیاتې شوی دی ،چې   صهونیسټی  چارواکو ئې  هیڅ تمه اوامید نه درلود.

 د ونزویلا  د ولسمشر  نیکلاس مادورو  په شتون  کې  د دغه  هیواد  تر  ټولو ستر پوځی  مشقونه پیل شوی  چې  ویئل کیږی ،  دغه   مانورې په درست هیواد کې پیل  شوی او تر پنځو ورځو پورې به دوام وکړی .

 په سیمې کې  د امریکائی ځواک قوماندان جنرال جوزف  ووټل په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، په راتلونکو څو اونیو کې  امریکائی عسکر له سورئې وځی .

 =      او س هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو اخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .

(البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی . )

     د  افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره روانې هلې ځلې او د انتخاباتو بهیر هغه مهم مسایل دی چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په کابل کې د خپرېدونکو ورځپاڼو د بحثونو مهمه برخه جوړوی.

 

د کابل ورځپاڼو نن هم د خپلو بحثونو زیاته برخه د سولې او پخلاینې لپاره د روانو هلو ځلو وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې کړې ده.

=  ویسا ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غنی په حواله لیکلی دی چې د راتلونکې کب میاشتې په وروستیو کې به د سولې مشورتی لویه جرګه راوبلل شی.

ورځپاڼه لیکی چې په دې مشورتی لویه جرګه کې باید د هېواد ټولو بانفوذو اشخاصو او د ټولنې هر قشر ته د ګډون بلنه ورکړای شی، څو د سولې په اړه بحثونه پراخ شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې ځینو پخوانیو چارواکو د مشورتی لویې جرګې د رابللو په اړه په خپل غبرګون کې ویلی ، دا به غوره وی چې د مشورتی لویې جرګې پر ځای دودیزه لویه جرګه راوبلل شی او دا ځکه چې دودیزه لویه جرګه اجرائیه صلاحیت لری.

=      دنیا ورځپاڼې بیا د سولې د روانو هڅو په اړه د حضرت عمر زاخېلوال څرګندونې راخیستی دی او د ده په حواله یې لیکلی دی چې په حکومت کې ځینی کسان د سولې هڅې خرابوی.

ورځپاڼه لیکی چې ښاغلی زاخېلوال له لنډمهالی حکومت سره د حکومتی چارواکو د مخالفت برخلاف افغان سیاستوال له روانې وضعې د وتلو یوازنۍ لار د لنډمهالی حکومت جوړېدل بولی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې ښاغلی زاخېلوال په دې ټینګار کوی چې افغانان له هر څه زیات سولې ته اړتیا لری او په هره بّیه چې ممکنه وی، سوله غواړی، نو پکار ده چې ملی ارزښتونو ته په پام سره هېڅ څوک  دې د سولې لپاره د لنډمهالی حکومت له جوړېدو سره مخالفت نه کوی.

=   هېواد دولتی ورځپاڼې د ولسمشر له خوا د سولې د مشورتی لویې جرګې د رابللو اهدافو ته کتنه کړې او لیکلی یې دی چې د سولې د مشورتی جرګې د رابللو یو هدف دا دی چې د سولې روانې هڅې لا ګړندۍ شی.

ورځپاڼه لیکی چې افغان حکومت په ورته وخت کې د امریکا له خوا د سولې لپاره د روانو هڅو چې له افغان حکومت سره په مشوره کې روانې دی، ملاتړ هم کوی.

ورځپاڼه لیکی چې افغان حکومت دا باور څرګندوی چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له خوا روانې هڅې د بین الافغانی خبرو د پیل امکانات هم برابروی.

=     ملی ارمان ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه د افغان حکومت د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدا... په حواله لیکلی دی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هرې هڅې او اقدام ملاتړ کوی، خو په دې شرط چې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندی وی.

ورځپاڼه لیکی چې اجرائیه رئیس دا هم  ویلی، که په کور دننه د سیاستوالو ترمینځ اجماع موجوده نه وی، د سولې د ټینګښت لپاره کېدونکی اقدامات نتیجه نه ورکوی او له دغه حالته هغه کسان استفاده کوی چې د جنګ په دوام کې خپلې ګټې وینی.

=    انیس دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د سولې د عالی شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داودزی د ناټو له ملکی استازی سره په کتنه کې د سولې لپاره په کېدونکو هڅو کې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه لیکی چې ښاغلی داودزی په واضح ډول وویل چې د سولې لپاره روانې هڅې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت پر مخ وړل کېږی او د سېمې او نړۍ هېوادونه یوازې د ملاتړ کوونکو رول لوبوی.

ورځپاڼه لیکی چې د ناټو ملکی استازی د سولې روانې هڅې هیله بخښونکې وبللې او د سولې د عالی شورا دریځ یی تأیید کړ، څو د سولې د روانو هڅو د ملاتړ لپاره په کېدونکو هڅو کې دی زیاته همغږی په پام کې ونیولې شی.