ایران د افغانستان د سولې په بهیر کښې کلیدی رول لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80288-ایران_د_افغانستان_د_سولې_په_بهیر_کښې_کلیدی_رول_لری
رویټرز خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د افغانستان د مسلې په هواری کښې د ایران رول مهم او کلیدی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2019 01:26 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د افغانستان دمسلې په حل کښې کلیدي رول لوبولی شي .
    ایران او پاکستان د افغانستان دمسلې په حل کښې کلیدي رول لوبولی شي .

رویټرز خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د افغانستان د مسلې په هواری کښې د ایران رول مهم او کلیدی وباله .

هغه پرون په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل ایران او پاکستان د افغانستان دمسلې په حل کښې کلیدی رول لوبولی شی .

ضمیر  کابلوف زیاته کړه دافغانستان خلک په خپل هیواد کښې دسولې او د ابادونۍ غوښتونکی دی او ماسکو هم د افغانستان دسولې په بهیر کښې د وروستیو بدلونونو په هکله په خوش بینۍ سره په دې لاره کښې دافغانستان دخلکو ملاتړکولو ته تیار دی .

د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وویل د فرورۍ د میاشتې په دوه ویشتمه (۲۲) نیټه به د ترکیې په پلازمینې انقرې کښې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره کتنه وکړی .