پاکستان له ترهګرو ډلو سره مرستې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80435-پاکستان_له_ترهګرو_ډلو_سره_مرستې_کوی
زمونږ خبریال وایی د ترکیې د نړیوالو مسائیلو شناند عباس کارا اغاچلی وویل د ایران په جنوب ختیځ کښې په ترهګرې حملې کښې د یوشمیر سرحدی عسکرو شهادت له ترهګرو ډلو سره په چلند کښې د پاکستان د حکومت د منفعلانه سیاست او د سستۍ نتیجه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2019 01:45 Asia/Kabul
  • دپاکستان دپوځ ځینې چارواکي چې له سعودي عربستان سره ډیرې نږدې اړیکې لري .
    دپاکستان دپوځ ځینې چارواکي چې له سعودي عربستان سره ډیرې نږدې اړیکې لري .

زمونږ خبریال وایی د ترکیې د نړیوالو مسائیلو شناند عباس کارا اغاچلی وویل د ایران په جنوب ختیځ کښې په ترهګرې حملې کښې د یوشمیر سرحدی عسکرو شهادت له ترهګرو ډلو سره په چلند کښې د پاکستان د حکومت د منفعلانه سیاست او د سستۍ نتیجه ده .

هغه د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د تیرې اونۍ په ترهګرې حملې کښې د یوشمیر سرحدی ځواکونو په شهادت د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل هغه ترهګر چې په سیمه کښې دایران په سرحدی ځواکونو حملې کوی د ایران له سرحدونو بهر یعنی دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې هستوګن دی .

د ترکیې د سیاسی مسائیلو کارپیژاند عباس کار اغاچلی وویل کلونه کلونه کیږی چې پاکستان په بلوچستان  صوبې کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د جدی تدبیرونو له غوره کولو ډډه کوی او په همدې علت بلوچستان صوبه د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد دتکفیری او د بیلتون غواړو ډلو په مرکز بدله شوی ده .

هغه وویل دپاکستان دپوځ ځینې چارواکی چې له سعودی عربستان سره ډیرې نږدې اړیکې لری په سیمه کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت د دوام لپاره زمینه برابروی او ددغه دسیسې هدف په بلې سوریې او یمن د ایران بدلول دی .

د ترکیې دغه سیاسی کارپیژاند داسلامی هیوادونو پرضد ترهګر عملیات ، بلواوې او دسیسې د امریکا د انګلستان د سعودی عربستان او داسرائیلو د پروګرامونو په چوکاټ کښې وبللې او ویې ویل په دې مینځ ومان کښې دسعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او دبحرین په شان د سیمې مرتجع عرب هیوادونه په دغو پروګرامونو کښې ډیر د مجری او د مالی تامینونکو رول لری .