عربستان دترهګرۍ ترټولو ستر ملاتړی دی
-
عربستان د القاعده او داعش وغیره په شان له ترهګرو ډلو سره مالي مرستې کوي .
فارس خبری اژانس وایی دامریکا د۲۰۲۰ میلادی کال دولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدې اوپه ولسي جرګې کانګرس کښې د ډیموکراټ ګوند استازي قمیرمن ټولسی ګابارډ پرون سعودی عربستان د ترهګرۍ ترټولو ستر ملاتړی وباله .
هغې وویل عربستان د سرزورۍ د ایډیالوژۍ او د ترهګرۍ ترټولو ستر ملاتړی دی او د القاعده او داعش وغیره په شان له ترهګرو ډلو سره مالی مرستې کوی .
تولسی ګابارډ په سعودی عربستان د حساسو اټومی ټیکنالوژیو د خرڅولو لپاره د امریکا د اقدام په هکله وویل دا دامریکاد امنیت لپاره ترټولو ستر ګواښ دی .
دامریکا ځینې پخوانی او اوسنی حکومتی چارواکی د ملی امنیت شورا د غړیو او د سپینې ماڼۍ د ځینو لوړرتبه چارواکو له بیا بیا مخالفتونو سره سره په سعودی عربستان د اټومی بټیو د خرڅولو هڅه کوی .
سعودی عربستان چې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د سوریې د حکومت نسکورول او د مقاومت دچورلیز په ګټه د سیمه ییز قدرت د انډول د بدلیدا د مخنیوی کار تعقیبوی دغه هدف ته درسیدا لپاره یې له ترهګرو ډلو ملاتړ په خپلې ایجنډې کښې راوستلی دی