د امریکا او د طالبانو دخبرو اترو پینځم پړاو زر کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80508-د_امریکا_او_د_طالبانو_دخبرو_اترو_پینځم_پړاو_زر_کیږی
زمونږخبریال وایی په قطر کښې د افغانستان د طالبانو دسیاسی دفتر استازی د پینځم (۵) ځل لپاره په هیواد کښې د جنګ د ختمولو په هکله د امریکا له استازیو سره کتنه او خبرې اترې کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2019 08:22 Asia/Kabul
  • د طالبانو دسیاسي دفتر استازي د پینځم (۵) ځل لپاره د ختمولو په هکله د امریکا له استازیو سره کتنه  او خبرې اترې کوي .
    د طالبانو دسیاسي دفتر استازي د پینځم (۵) ځل لپاره د ختمولو په هکله د امریکا له استازیو سره کتنه او خبرې اترې کوي .

زمونږخبریال وایی په قطر کښې د افغانستان د طالبانو دسیاسی دفتر استازی د پینځم (۵) ځل لپاره په هیواد کښې د جنګ د ختمولو په هکله د امریکا له استازیو سره کتنه او خبرې اترې کوی .

ټاکل شوی ده چې د امریکا او د افغانستان د طالبانو د استازیو ترمینځ دغه غونډه د فرورۍ په ۲۵ نیټه د ملا عبدالغنی برادر په سرپرستۍ د قطر په پلازمینې دوحې کښې وشی او پکښې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو د وتلو د څرنګوالی په اړه د نظر تبادله وشی .

تراوسه د امریکا د ولسمشر د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد چې افغان توکمه ښاریز دی په سرپرستۍ د افغانستان د طالبانو او د واشنګټن د استازیو ترمینځ د سولې د خبرو اترو څلور (۴) پړاونه ترسره شوی دی خو هیڅه نتیجه یې نه ده لرلی او ولسمشر اشرف غنی په دغو کتنو اعتراض هم کړی دی .

ټاکل شوی وه چې د تیرې اونۍ په دوشنبې ورځ د افغانستان دطالبانو استازی په  پاکستان کښې د امریکا له  چارواکو سره خبرې وکړی خو په دې دلیل چې د طالبانو د مرکچی ډلې دیو شمیر غړو نومونه د ملګروملتونو په تور فهرست کښې شامل دی او د سفر اجازه یې نه درلودله دغه غونډه ونشوه .

طالبان  په افغانستان کښې د جنګ ختمیدل ، د سولې ټینګیدل او د امنیت تامینیدل له دغه هیواده د امریکا دعسکرو له وتلو او له زندانونو د دغه ډلې د ټولو غړو له ازادولو سره مشروطه ګڼی .