دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80546-دتهران_او_کابل_چاپ_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 24, 2019 12:24 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .

 داهم  دتهران  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګری  د خوارزمی پوهنتون  د تاسیس  د سلمې کلیزې   په دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې   په نړۍ کې د هیواد عزت ،سرلوړی او اقتدار  نن سبا له علمی  غوړیدا او پراختیا پرته  امکان نه لری ، وئیلی دی ،  هغه مرکز چې ایرن  دتیرو وختونو  له وروسته پاتیوالو ژغورلی شی ،  علمی مرکزونه دی .

  ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، داسلامی ایران ولسمشر  حسن روحانی  دعلم او ټیکنالوجۍ  په حوزې کط  دنوو بریاؤ د نندارتون دلیدو په وخت په ځان دبسیاینې په لاره کې هلې ځلې،له استکبار او سترو قدرتونو سره په مبارزې کې   عملی ګام بللی او ددې خبرې په کولو سره ئې چېد دانش بنیان او د ماډرن پوهې رامینځةکونکو شرکتونو سره  به دحکومت اړیکې لا آسانې شی،ټینګار کړی،د بندیزونو موخه دټیکنالوجۍ د ودې کمول دی او مونږ باید بندیزونه په هیواد کې د  ټیکنالوجیو  د  ودې لپاره دیوه فرصت په توګه  استفاده وکړو.

دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په یولړ ګوت وهونکو څرګندونو کې وئیلی دی،امریکا تیاره ده،څو نه یوازې  له ونزویلایانو څخه،بلکې د کیوبا او نیکاراګوئ له ښاریزو څخه هم د لاښه سیاسی وضعیّت د ترلاسه کولو په لور په تلونکی غورخنګ کې ملاتړ وکړی .داپه داسې حال کې دی چې  ډیری شناندی او کارپوهان وائی ، په درستې نړۍ کې هرچرته چې امریکا  پنجې ښخې کړی اودهغې سیمې ولس او حکومت ئې له ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی او سیمې ته ئې کرکه ،نفرت،درز،شخړې،فساد او ترهه ګری ډالۍ کړې ده،که امریکا په دغو هیوادونو کې پنجې ښخې کړی ،نو ښائی ددغو هیوادونو کرار او باثباته ورځ به هم تورتمه کړی . 

دملګروملتو امنیت شورا  په یوې اعلامیې کې  په یمن کې له ښکیلو لورو غوښتی دی ،د  سویډ دسولې دخبرواترو  د فیصلې په اساسا دې   د دغه هیواد  له درو اصلی بندرونو،یعنی له صلیف، راس عیسی  او الحدیده ښاره   دې  خپل  ځواکونه وباسی .

 =    داهم کیهان ورځپاڼه  ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې  لیکلی دی ،    دسورئې کردانو   چې ا مریکا ئې ملاتړ کوی ،  د داعش تفکیری ترهه ګرې ډلې  هغه پنځه سوه  وګړی ، چې  د سورئې   د دیرالزور  ولایت  په ختیځی برخې کې  تسلیم شوی وو ،  دعراق  پوځ  ته وسپارل .

 دسعودی عربستان  ټولنیزو چینلونو  لیکلی دی ،د سعودی  عربستان  په پوهنتونونو او ښونځیو کې   د دغه هیواد  په درستو  ښونیزو مرحلو کې  د چینی ژبې  د  ورځای کولو لپاره  د  چین او  عربستان ترمینځ  شوی تفاهم لیک  د خلکو لپاره یوه ملنډه جوړه شوې ده .

 دایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک د  ولایت ۹۷سترې مانورې  په دوهمه ورځ  ، دطارق اوغدیر  اوبتلونو څخه  نوی او  ماډرن جوړ شوی توغندی ویشتل شوی  او په ټاکلی نښې په لګیدو سره  په بریالیتوب سره   ازمویل شوی دی .

 دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  دحکومتی او مخالفو لورو ترمینځ اخ وډب هماغه راز په زیاتیدا دی او داسې کومه ورځ نشته چې  په دغه اخ وډب کې  دعامو خلکو یو شمیر جنازې اوچتې نشی .

 او س هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،  البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو روځپاڼو خپل دریځونه دی .

د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړی ډول په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتی جګړې د مخنیوی په اړه لیکلنې کړی  دی.

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی، په افغانستان کې دې د هند او پاکستان له نیابتی جګړې مخنیوی وشی.

په سرمقاله کې راغلی،پاکستان او هند د کشمیر د مسئلې پرسر درې ځلی له یو بل سره جګړه کړې ده، دغه جګړې دواړو خواوو ته درانه تلفات او زیانونه اړولی دی او اوس چې دواړه هېوادونه د ایټمې وسلې خاوندان هم دی، د دوی ترمنځ د یوې بلې جګړې د پیلېدو امکان هم شته.

سرمقاله لیکونکی لیکی:په‌دې مینځ کې افغانستان له ۴۰ کلنې جګړې وروسته تازه سولې ته د رسېدو امکان تر لاسه کړی او دا مسئله باید د پاکستان او هند د سالیو تر سیورې لاندې رانه‌شی.

ورځپانه لیکی، د پاکستان چارواکو د څرګندونو له مخې د پاکستان او هند تر مینځ هر ډول تاوتریخوالی به د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړی، خو سرمقاله لیکونکی ټینګار کوی چې د افغان حکومت مشران باید رامنځته شوی فرصت ښه مدیریت کړی او پرې نه‌ږدې چې دا موقع له لاسه ووځی او د یادو دواړو هېوادونو تر منځ احتمالی جګړه د افغانستان د سولې په هڅو خاورې واړوی.

هېواد په خپل یو مطلب کې لیکی، د افغانستان د جمهوری ریاست دوهم مرستیال په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو غواړی چې د سولې د خبرو د اسانتیا هڅه دې وکړی خو د افغانانو پر ځای دې تصمیم نه نیسی.

په مطلب کې راغلی چې سرور دانش یوې غونډې ته په خبرو کې دغه شان د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې تر نامه لاندې باید د یوې بلې نیابتی جګړې په فکر کې نه‌وی.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه د سیاسی شنونکو په حوال لیکلی.

دنیا په خپل دغه مطالب کې لیکی، سیاسی شنونکی هم له دې مسئلې په اندېښنه کې دی او وایی چې یوازې او یوازې فعاله دیپلوماسی افغانستان د هند او پاکستان له نیابتی جګړې ژغورلی شی.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی چې افغان حکومت د دوهم ځل لپاره له پاکستانه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ.

په مطلب کې راغلی چې ځینو رسنیو دا خبره د ولسمشر د ویاند هارون چخانسوری په حواله کړې ده او ویلی ئې دی چې پاکستان له ۲۰۱۲ میلادی کال راهیسې د افغانستان ملی حاکمیت نقض کړی او کونړ، نورستان او ننګرهار سرحدی ولایتونه ئې په توغندیو ویشتی دی .

په مطلب کې دا هم راغلی چې د ولسمشر ویاند هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دغې موضوع په څېړلو سره جدی غبرګون وښیې.