د امام محمد باقر علیه السلام نیکمرغه ولادت مو مبارک شه
Mar 08, 2019 05:58 Asia/Kabul
نن د نړۍ د مسلمانانو د پنځم معصوم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د زوکړې کلیزه ده.
د خدای د ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) په لمسیانو کښې د شیعیانو پنځم امام د ۵۷ هجري قمري کال د رجب د میاشتې په اوله نیټه په مدینې منورې کښې دنیا ته راغی.
د امامت او ولایت د اسمان د دغه پنځم ځلانده ستوري د میلاد په شپه او ورځ په ټول اسلامي ایران کښې جشن او خوشالۍ نمانځلې کیږي.
مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او نورو پتمنو انسانانو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته مبارکي وایو.
ټیګونه