تیر لمریز کال ته یوه کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80901-تیر_لمریز_کال_ته_یوه_کتنه
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې یو ځل بیا دنوي لمریز کال مبارکۍ په وئيلو سره په تیر لمریز کال کې د بدلونونو دارزونې دلړۍ له ننني پروګرام سره چې په تیر کال کې د مینځني ختیځ بدلونونو ته بیل دی ، ستاسو په خدمت کې یوو، په ننني مطلب کې به په تیر لمریز کال کې د سعودي عربستان دمهمو بدلونونو په باب درسره وغږیږو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 13, 2019 13:56 Asia/Kabul
  • تیر لمریز کال ته یوه کتنه

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې یو ځل بیا دنوي لمریز کال مبارکۍ په وئيلو سره په تیر لمریز کال کې د بدلونونو دارزونې دلړۍ له ننني پروګرام سره چې په تیر کال کې د مینځني ختیځ بدلونونو ته بیل دی ، ستاسو په خدمت کې یوو، په ننني مطلب کې به په تیر لمریز کال کې د سعودي عربستان دمهمو بدلونونو په باب درسره وغږیږو، هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ

  دوستانو تیرکال دسعودی  عربستان لپاره  یو کم ساری کال ؤ ،ځکه عربستان  په وروستیو کلونو کې  هیڅکله هم د ۲۰۱۸کاله په اندازه  تر نړیوالو دباؤنو لاندې نه ؤ ورغلی  او  دومره منزوي شوی نه ؤ .

د سعودي عربستان  ولی عهد محمد بن سلمان  ۲۰۱۸کال  په  بهرنیو سفرونو سره پیل کړ،داسې  سفرون ه چې  ډيرې زیاتې ټيټې هسکې ئې  هم د رلودلي . محمد بن سلمان  د ۲۰۱۸کال په  مارچ کې مصر،بریتانیا،او  امریکا او دغه راز په اپریل میاشت کې هم فرانسې اواسپانیا ته سفرونه وکړل . محمد بن سلمان په امریکا کې په رسمي توګه  د اسرائيلو دحاکمیّت  حق   په رسمیّت وپيژنۀ  او فلسطنیان ئې  له اسرائیلو سره  دکشمکش  د دوام عاملان  معرفی کړل .  دغه سفرونه د سعودي عرب د ولی عهد په رسندویوکې  شتون اوج ته ورساوۀ. له دغو سفرونو وروسته، ا لبته  دمحمد بن سلمان  رسندوئی  شتون  تر ډيره حده کم شو .

Image Caption

 

 د اپریل د یویشتمې نیټې  په ماښام د عربستان په : الخزامي :نومې پاچائۍ ماڼۍ کې ډزې وشوې،چې  یوشمیر کسان پکې مړه اوټپیان شول .له دغو ډزو وروسته،محمد بن سلمان تر یوې مودې پورې  له کیمرو پټ  ؤ،په دې ډول چې  حتی  د  اپریل په یویشتمه نیټه  په  دغو ډزو کې  دهغه د مرګ اویا زخمي کیدا  په باب ګمانونه  مطرح شول .

  دسعودي عربستان په آل سعودکورنۍنیوکه کونکی او ایشواکونکی  مجتهد په هماغه وخت کې پخپل ټولنیز چینل کې  ولیلک،په پاچائۍ ماڼۍ  حمله دهغو ګاډو په وسیله شوي چې  د پنځوس میلی میټري هاوانونه  ئې  بل ځاي ته منتقلول ،د حمله کونکو هویّت،دهغوي موخه  او د حملې دقربانیانو  شمیر  تر دې دمه مشخص شوی نه دی . هغه څو ساعته وروسته  پخپل بل ټویتر ټولنیز چینل کې  بیا ټينګار وکړ ،  د حملې موخه، دسعودي عربستان  ولی عهد   محمد بن سلمان  ؤ .  په دغو نښتو کې د  دواړو خواؤ اوه کسان  وژل شوي وو.  یرغلګر هم له هغه ځایه وتښتیدل .  ممکنه ده  یرغلګرو له بې پيلوټه الوتکې هم  مرسته ا خستي وي .

  رائ الیوم ورځپاڼې  هم په دې باب په یوه راپور کې لیکلي دي، دعربستان  ولی عهد محمد بن سلمان  په الخزامي سیمې کې د اپریل  د یویشتمې نیټې  له ډزو وروسته  ډير زیات ویریدلی ؤ  او دغې موضوع دهغه پر فیصلو هم ډيرې اغیزې شیندلي دي .دسعودي عربستان یوه ایشواکونکي او شناندي  مجتهد په یوه بل ټویټ کې  ایشوا کړې ،محمد بن سلمان د ډيرې ویرې  له امله  خپل زیاتره وخت د جَده  ښار   او نیئوم  اقتصادي سیمې ترمینځ  په سرۀسمندر کې پخپلې کشتۍ کې تیروي  او وخت په وخت  په جشنونو او یا له بهرنیو میلمنو سره دلیدو کاتو په دستوروکې دشتون لپاره مجبورا جدې ته  ځي،ځکه نه غواړي،د ډيرې ویرې له امله له سمندره ډير لیرې  ووسیږي.  مجتهد همداراز لیکلي دي،محمدبن سلمان دخپل ژوندساتلولپاره هم  دسعوډي پرځواکونو باؤر نه کوي  او دصهونیسټ رژيم دجاسوسي موسسې :موساد : روزل شوي تالی څټي د هغه د امنیت  دساتنې مسئولیّت په غاړه لري.

  له یوې مودې غایب کیدا وروسته،په نهایت کې  دسعودي عربستان ولیعهد  ددغوګمانونو دختمولولپاره په روسیې کې د فټ بال نړیوال جام په پرانیستونکو د ستورو کې   شتون پیدا کړ  خو په دغو  دستورو کې  هم  بیا ډير منزوي او یوازې ښکارید.

              د سعودي عربستان د ولی عهد دکم عقلۍ اوج  چې د هغه او د عربستان دحکومت  لپاره ئې ډير زیات اړخونه  درلودلي،په آل سعود رژيم د نیوکه کونکي   او کرکتونکي  خبریال جمال خاشقجي  په ترور کې  ؤ .  جمال خاشقجي  د اکتوبر  په دوهمه نیټه   دترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې  په بوږنونکي ډول  وژل شوی دی . دعربستان حکومت  په پیل کې  ددغه قتل به پيښې کې  له هر ډول لاس درلودلو  منکر شو ،خو  له اولسو ورځو تیریدا وروسته ، دامریکا د ولسمشر  پشمول د ټولو لپاره  ثابته شوه چې  دغه قتل د سعودي حکومت  او  دمحمد بن سلمان  په مستقیم فرمان سره  شوی دی .  نړیوال دباؤنه تر دې  حده وو ، چې  حتی د  «خپل سري عناصر« تئوري  چې  ډونالډټرمپ  د محمد بن سلمان د ژغورنې لپاره  کارولي ،  هم ونه توانیده ،  عربستان له دغه جنایته  بَري کړي . 

Image Caption

 

 دغه جنایت  دمحمد بن سلمان او دسعودي عربستان لپاره ډيرزیات اړخونه او مشکلات درلودلي دي.د سویس یوې جرمني ژبې ورځپاڼې،ایس تي ګالرټګبلات،په دې باب په یوې شننې کې  لیکلی دي،د سعودي عربستان ځوان  ولی عهد محمد بن سلمان تر دوو کلونو پورې په ټول توان سره هڅه کړې څو په سلطنتي کورنۍ کې  د خپلو سیالانو په مقابل کې  دخپل قدرت ستنې  لازیاتې پیاوړي کړي  او حتی  دغې موخې ته درسیدو لپاره  ئې محمد بن نایف  قرباني کړ او  دقدرت دجنګ  مدیریّت ئې وکړ .  دجمال خاشقجي قتل ، البته   په  آل سعود کورنۍ کې به دقدرت  د جنګ  لمبې نوره هم زیاتې کړي ،ځکه  دپاچائۍ  ګدۍ ته د رسیدو لپاره ئې دمحمد بن سلمان  چانس تر یوه حده کم کړی دی . 

له دغه جنایت وروسته  د محمد بن سلمان  د قدرت د ستنو دسستیدا او  حتی  د ملک سلمان له  ورور احمد بن عبدالعزیز سره دهغه د جانشینۍ  د احتمال ګونګوسې هم خپرې شوې  محمد بن سلمان  د مقام غوښتنې د دوام په ځاي  مجبوره شو ،  دعربستان په داخل کې  او دغه ارز په آل سعود کورنۍ کې د خپلو سیالانو پر خوځښتونو تمرکز وکړي   .

            دجمال خاشقجي قتل  دسعودي عربستان او په تیره بیا پخپله د محمد بن سلمان  په ضد  دعمومي افکاروپه سویه او هم په سیاسی سویه  د نړیوالې اجماع  د رامینځةکیدا لامل شو.  دسعودي عربستان ولی عهد  چې د عربستان د ۲۰۳۰کال سند ئې لیکلی  او  دبهرنیو پانګونو   په جذبولو سره  ظې داجرائي کیدا په لټه کې ؤ،  خپل خوب ئې  له مینځه تللی ولید.  په همدې اساس ،   د صحرا  ډیوؤس  غونډه  او دآرامکو  دوندې  موضوع  عملا  دلویدیځي هیوادونو  د هرکلي   نه کولو په دلیل  عملا له ماتې سره مخامخ شوه . 

 دسعودي عربستان  ولی عهد  په آرژانتین کې  د جی شل ډلې  په غونډې کې  ګډون وکړ، خو  دغه غونډې  دهغه ډيره زیاته منزوي کیدا نندارې ته وړاندې کړه،  هغه  رسما په دغې غونډې کې  دګډون کونکو مشرانو  له بې پامۍ سره  مخامخ شو. په دغې غونډې کې   دوو ځانګړو تصویر جوړونو  د محمد بن سلمان ښکاره منزوي کیدا نندارې ټه وړاندې کړې ده . په لومړي تصویر کې    دمحمد بن سلمان تر څنګ  د ګډون کونکو هیوادونو دمشرانو  تیریدا تصویر  ؤ چې  هغه ته هیچا کومه توجه نه کوله  او دوهم تصویر هم  ددغې غونډې  دپاي له عکس سره اړونده ؤ چې  محمد بن سلمان  ددغه عکس په یوه کونج کې  لیدل کیږي . محمد بن سلمان  د جي شل ډلې  دمشرانو په  غونډې کې له ګډون مخکې  اماراتو ،بحرین ، مصر اوتیونس  ته سفرونه وکړل او له دغې غونډې وروسته ئې موریتانیا اوالجزایر ته هم سفرونه وکړل ، خو په دغو هیوادونو کې  دمحمد بن سلمان په ضد  ډير ستر لاریونونه اواعتراضونه وشول  چې دمحمد بن سلمان منزوي کیدا ئې نندارې ته وړاندې کړه .

  د نړۍ دعمومی افکارو دباؤ لامل شو،ځیني لویدیځي  هیوادونه  په سعودي عربستان د وسلو د خرڅلاؤ په باب  له تذبذب  او شکونو سره مخ شوي  او  دجرمني  په څير هیوادونو هم اعلان وکړ چې عربستان  د وسلو صادرات ئې درولي دي .  دامریکا په داخل کې  هم  د سعودي عربستان  په باب  د واشنګټن    د  کړچار په باب ډيرزیات اختلافات  رامینځةشول . د امریکا دمشرانو جرګې  یوه جمهوری غواړي سناتور لینډسی ګراهم په روښانه ډول وئيلي دي،چې  محمد بن سلمان د سعودي عربستان  دنامې  د داغي کولو او بدنامولو  لامل کیږي  او هغه په سعودی عربستان کې د رهبرۍ وړتیا نه لري . د امریکا دمشرانو جرګې  د بهرنیو اړیکو  د کمیشن مشر باب کروکر  هم  دجمال خاشقجي  دقتل په جنایت کې د  د سعودی عربستان د رول دثابتیدا په بڼه کې د هغو د  سزاکولو غوښتنه  کړې ده .

  په عین حال کې ډونالډټرمپ  وئيلي دي، سعودی عربستان ته به د وسلو صادرات ونه دروي،ځکه دامریکا دعائيداتو یوه سرچینه ده .د ټرمپ دغه څرګندونې هم  د شناندو له غبرګون سره مخ شوي دي .

دسعودي عربستان حکومت تیر کال  په داخلی ډګر کې هم د ډیرو ناکامیو شاهد ؤ .دتیلو دبیّو کمیدا او په  یمن کې د جنګ او دغه راز د  سورئې د اخلی چارو کې د لاسوهنو د لګښتونو  دوام  او همداراز په نورو هیوادونوباندې  دنفوذ  د اعمالولو په موخې سره   په  هغو کې  دپیسو ویشَوَل   لامل شوي ، چې  سعودي عربستان   له مالي پلوه  له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ شي . په همدې باب  د سعودي عربستان  دتجارتي بودجې خساره  یو سل پنځه نوي میلیارډ  سعودي ریالو ته  رسیدلې او   په تیر ستمبر کې د سعودي عربستان  دعموی پانګونې  بسپنې ، دلومړي ځل لپاره ئې  د یولی میلیارډ ډالر پور ا خستو فیصله کړې ده . دسعودي حکومت په تیر کال کې  پر شیانو مالیات هم   زیات کړي دي .

 دبشری حقوقو چیلنجونه  هم  په تیر کال کې  دسعودي عربستان لپاره یو سرخوږی  ؤ  او دغه راز په دغه هیواد کې  ئې تاؤتریخوالي زیات کړي دي .  د سعودي عرب د یوه چارواکي  اتلس کلنې لور  رهف محمد بن القنون  کینیډا ته پناه وړلو ښودلې ده ، چې د میرمنو  دحقوقو په حوزې کې  دمحمد بن سلمان اصلاحاتو تشه ظاهري بڼه درلودلې  او  په دغه هیواد کې هیڅ ډول  بنیادي اصلاحات  نه دي شوي .

رهف  محمد القنون  له خپلې کورنۍ  په تښتیدا او تایلینډ ته په سفر پسې اعلان وکړ چې  دآل سعود د  تالی څټو عواملو  له خوا د وژل کیدا د ګواښ په دلیل  تښتیدلې ده . دعربستان  دغه جینۍ  بلاخره کینیډا ته  پناه یوړه . په حقیقت کې  کینیډا دسعودي عربستان  دغې ښاریزې ته د  پناهندګۍ  د ورکولو لپاره  د ملګروملتو غوښتنه اووړاندیز  ومانۀ . 

   پر دې سربیره   تیر کال په سعودي عربستان کې  د سیاسی اوحقوقي فعالانو نیولل او همداراز  دمذهبی مبلغانو کړول او زندانونو کې زنداني کول زیات شوي وو،او ډيرو زیاتو مذهبی مبلغانو ، د قضائی نظام  په تاؤتریخجن کردار  په اعتراض کې  د سعودي عربستان په زندانونو کې لوږ تړ هم وکړ

          په  سعودي عربستان کې  په تیر کال کې یوه تراخه پیښه  چې  ددغه هیواد دښاریزو په یوې برخې ئې  دوهابی تفکر داغیزو شیندنې ښودنه کوي ،دیوې شپږکلنې  شیعه  جینۍ  بوږنونکي وژله وه .شپږکلنه  زکریا بدرعلی الجابر  چې  له خپلې مور سره یو ځاي  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د ضریح  مبارک دزیارت لپاره  مدینې ته روان تللې وه ،دسعودی عرب  دیوه  ټيکسي د وهابی ډرائيور په لاس  په ډير بوږنونکي ډول ووژل شوه .

Image Caption

 

 سعودي عربستان  په بهرني سیاسی ډګر کې هم   د فارس خلیج  دملګرتیا شورا  په چوکاټ کې  له قطر سره د تاؤتریخوالي د دوام  او دغه راز له کینیډا سره  د تاؤتریخوالي د زیاتیدا  شاهد ؤ .دعربستان او کینیډا په اړیکو کې  تاؤتریخوالی،  په عربستاهن کې د بشری حقوقو په ترینګلي وضعیّت  دکینیډا  په نیوکو پسې  رامینځة شو .په عین حال کې  سعوډي عربستان  له اسرائيلو سره داړیکو عادي کول هم  په تیر کال کې تعقیب کړل ،دفلسطین د مظلو ولس څخه ئې دفاع کول کم کړل ،په مقابل کې ئې له تل ابیبه ، نیواکي قدس  ته د امریکا دسفارت  په منتقلولو خاموشي غوره کړه او په تیره بیا   دبیرته ستنیدا دحق په مظاهرو کې ئې  هم دفلسطینیانو پلوي ونه کړه . 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************