په ترکیه کښې د اسلامي ملګرتیا تنظیم بیړنی غونډه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i80974-په_ترکیه_کښې_د_اسلامي_ملګرتیا_تنظیم_بیړنی_غونډه_جوړیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون په استنبول ښار کښې د ترکیې په کوربه توب د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2019 03:53 Asia/Kabul
  • په ترکیه کښې د اسلامي ملګرتیا تنظیم بیړنی غونډه جوړیږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون په استنبول ښار کښې د ترکیې په کوربه توب د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړ.

شاه محمود قریشي وویل: د اسلامي ملګرتیا تنظیم د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا بیړنۍ غونډه به له اسلامه ویرونې سره د مقابلې لپاره د اسلامي امت د یو موټي کولو، په دې لړ کښې د موثرو لارو چارو د اجرا او د هغې د خطرناکو پایلو د څیړنې په موخه، د مارچ په دوویشتمه نیټه په استنبول کښې ترسره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم داشان څرګنده کړه چې دا پریکړه د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره له ټیلیفوني خبرواترو وروسته کړې ده.

د نیوزي لینډ له ترهګرې پيښې وروسته د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم له خپل تُرک همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې د اسلامي ملګرتیا تنظیم د کوربه په توګه د ترکیې له خوا د بیړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه کړې وه.