فرانسه دامریکا له کړچاره بې خبره ده
-
امریکا او دهغې عرب او لویدیځ ملګري دداعش په شمول د ترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکي هیوادونه دي .
زمونږ خبریال وایی د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایولوډریان (Jean-Yves Le Drian) وویل دغه هیواد په سوریې کښې د امریکا د پلانونو په هکله زیات معلومات نلری .
هغه وویل فرانسه د داعش پرضد دامریکا د ائتلاف یو(۱) اصلی هیواد دی خو دسوریې په شمال ختیځ کښې د امنیت له تامینولو سره دمرستې په هکله یې له پاریس او نوروهیوادونو د واشنګټن د غوښتنو په باره کښې د خپلو پوښتنو په اړه هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی .
د فرانسې خارجه وزیر لوډریان په سوریې کښې د امریکا د پوځی شتون د دوام او دامریکا د ماموریت او د شتون د مودې او داندازې په شمول دبیلابیلو پوښتنو دځوابونو د ترلاسه کولو لپاره امریکاته د فرانسې د دفاع وزیرې فلوراسن پارلی (Florence Parly) سفر ته په اشارې سره وویل فرانسې تر دې شیبې پورې د امریکا لخوا هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی .
دداعش پرضد د تش په نامه ائتلاف په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې د امریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما دحکومت په وخت کښې په عراق او سوریې کښې له دیره ترهګرو سره د مبارزې په ادعا سره جوړ شو .
دا په داسې حال کښې دی چې د رسمی راپورونو پراساس امریکا او دهغې عرب او لویدیځ ملګری دداعش په شمول د ترهګرو ډلو جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی هیوادونه دی .