دامریکا او دپاکستان خارجه وزیرانوخبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81303-دامریکا_او_دپاکستان_خارجه_وزیرانوخبرې_وکړې
زمونږخبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی او د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون په ټیلی فونی خبرو کښې د افغانستان دسولې د پروسې د دوام پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2019 01:45 Asia/Kabul
  • د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد راتونکی سفر د سولې دخبرو اترو د پرمختګ لپاره یو(۱) ښه فرصت برابر کړي .
    د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد راتونکی سفر د سولې دخبرو اترو د پرمختګ لپاره یو(۱) ښه فرصت برابر کړي .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی او د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو پرون په ټیلی فونی خبرو کښې د افغانستان دسولې د پروسې د دوام پرضرورت ټینګار وکړ .

د امریکا او د پاکستان خارجه وزیرانو په دغو ټیلی فونی خبرو کښې هیله وکړه چې د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد راتونکی سفر د سولې دخبرو اترو د پرمختګ لپاره یو(۱) ښه فرصت برابر کړی .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی دغه راز په امریکا غږ وکړ چې د هند او دپاکستان ترمینځ د خبرو اترو د له سره پیلیدا په هکله خپل رول ولوبوی .