ورځپاڼو ته کتنه ۱۷-۱-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81355-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۷_۱_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2019 07:38 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۷-۱-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ نننيو اکثرو ورځپاڼو د ايران د اسلامي جمهوريت په ځينو سيمو کښې د سېلاب په اړه خبرونه ورکړي دي.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې وليکل،د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د سېلاب په پېښه کښې د چارواکو او خلقو له يووالي او پېوستون څخه قدرونه وکړه. دوي زياته کړه، د ايران خلقو په دې پېښه کښې په مينې او اخلاص سره مېدان راودانګل او چارواکو هم سېلاب ځپلو ته د مرستو په رسولو کښې د خلقو په ملاتړ سره ابتدائي چارې ترسره کړې. دوي وفرمايل: چارواکو ته مې تاکيد کړے دے چې اصلي کار يعنې د ويجاړيو بيا رغول او د تاوانونو تلافي کول له دې وروسته شروع کيږي. او پکار دي د دغو تاوانونو او صدماتو تلافي وشي.

---------

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د يو شمېر وزيرانو، چارواکو او مسئولانو په غونډه کښې وويل، سېلاب ځپلو ته د نړيوالو مرستو له راتلو څخه په مخنيوي کښې د امريکې اقدام يو بې مخينې جنايت دے.

هغه تاکيد وکړ د هېواد خارجه وزارت او حقوقي ادارې پکار دي دا موضوع په  قانوني توګه تعقيب کړي چې ولې حتی په خارج کښې ايرانيان هم نه شي کولې خپلو وطنوالانو ته مرستې راوليږي.؟

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک قوماندان جنرل قاسم سليماني په يو پېغام کښې د ايران د خوزستان او لرُستان صوبو په سېلاب ځپلو سيمو کښې د يوې مياشتې لپاره د حسيني اربعين د خدمت رسونکو کېمپونو د ځاے پرځاے کېدو خبر ورکړ.

جنرل سلېماني د حکومتي، ولسي او فوځي امدادي ځواکونو له کردار څخه په قدرونې سره زياته کړه، د هغوي اخلاص او ارادې ته سلام کوم او درود پرې لېږم چې په دغو ورځوکښې يې په بې وقفې اوجهادي هلو ځلو سره يې غرضي رسنيو او د هغو د پردې شا ته عواملو ته غاښ ماتونکې سوک ورکړ چې په خلقو کښې د نااميدۍ د خپرولو او د طبيعي پېښو په وجه رامنځته شويو بحرانونو په هواري کښې د نظام د ناکامۍ د ښودلو په لټه کښې دي.

---------

د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې کېهان د تهران د جُمعې د نمانځه د خطيب  حجت الاسلام والمسلمين سيد محمد حسن ابوترابي فرد په حوالې سره وليکل: اسلامي انقلاب په خپلو اصولو ټينګ پاتے او هره ورځ د ټولو استکباري قوتونو په وړاندې نوي مورچلونه فتح کوي،د ايران له پولو اوړېدلے او په قوت سره د صهيونېسټ رژيم تر پولو يې شتون پېدا کړے  دے.

----------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل،د دغه هېواد ملي احتساب ادارې نېب په لاهور ښار کښې د پنجاب صوبې د مخکښيني وزيراعلی شهباز شريف د زوے حمزه شريف د نيولو لپاره چاپه ووهله. په مزاحمت کولو د حمزه شريف د محافظانو په خلاف دوسيه جوړه شوه.

ورځپاڼې د پاکستان پيپلز پارټې د مشر بلاول بوټو زرداري له قوله وليکل، د شهباز شريف په کور د نېب چاپه غير جمهوري عمل دے.

جنګ ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د امريکې کانګرېس د يمن په خلاف د سعودي ائتلاف په جنګ کښې له دغه ائتلاف څخه د امريکې د ملاتړ ختمولو بېل منظور کړ.

 د امريکې کانګرېس د تېر زيارت په ورځ د اپرېل په څلورمنه نېټه يو بېل  تصويب کړچې د هغه له مخې دغه هېواد پکار دي د يمن په جنګ کښې د سعودي په مشرۍ له فوځي ائتلاف څخه خپل ملاتړ ختم کړي، دغه بېل په ۲۴۷ موافقو او ۱۷۵ مخالفو رايو سره تصويب شو.

----------

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې د مخکښيني افغان ولسمشر حامد کرزي په حوالې سره وليکل: له طالبانو سره د خبرو درول به جرم او غلطي وي.

حامد کرزي وويل: که افغان حکومت د قطر په بین الافغاني خبرو کې ګډون ونه کړي، مونږ د سولې لپاره ملي هڅې نه شو پرېښودلې.

هغه زياته کړه: هغه هڅه کوي چې افغان حکومت هم په قطر کې د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ په بین الافغاني ډیالوګ کې ګډون وکړي.

حامد کرزي په يوه  مرکه کې ویلي چې حکومت باید د تدبیر نه کار واخلي او په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

کرزي وویل: “زما هیله، غوښتنه او کوښښ دا دی چې حکومت راشي او د تدبیر له لارې په دغه غونډه کې ګډون وکړي. که یې ونه کړ، موږ د سولې لپاره ملي هڅه پرېښودلی نشو، دا به جرم وي، دا به خطا وي او موږ دې خطا ته ځان نه سپارو.”

پخواني ولسمشر همداراز د را روانې لویې مشورتي جرګې په اړه هم وویل چې له ولسمشر غني څخه یې غوښتي چې دا جرګه دې د قطر له غونډې وروسته وشي.

کرزي زیاته کړې: “ما ولسمشر ته هم دا پېشنهاد کړی دی چې د قطر غونډه دې وشي او د قطر د غونډې نتایج دې مشورتي جرګې ته راوړل شي او مشورتي جرګه دې په هغو نتایجو پرېکړې وکړي چې دا ښه دي که دا بد دي، هغه داسې یوه مسئله ده چې کېدای شي له طالبانو سره هم په کې تفاهم وشي.”

---------

ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، د افغانستان د بادغيس ولايت د بالامرغاب په جګړه کې ۱۰۰ سرتېري وژل شوي او ۲۰۰ نور اسیران دي.

په بالامرغاب کې د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه روانه او وضعیت ډېر خراب دے، د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په راتګ سره وضعیت نه دے ښه شوے.

ورځپاڼه زياتوي: که څه هم د ملي دفاع وزارت د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط راپورونه ردوي او وايي، د دې ولسوالۍ وضعيت نسبتاً ښه شوی دى.

 

د دغه وزارت وياند قيس منګل ویلي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه له وړمې ورځې راهيسې پيل شوي، چې په ترڅ كې يې د دولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د بالامرغاب په جګړه کې ۱۰۰ سرتېرې وژل شوي او تر ۲سوه پورې نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

بلخوا د بادغيس د ولايتي شورا رییس عبدالعزيز بېګ ویلي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ كې د درې ورځنۍ جګړې پر مهال شاوخوا ۵۰ افغان سرتېري وژل شوي، ټپيان شوي او يا هم طالبانو نيولي دي.

که څه هم د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي ټينګار كوي، چې د نویو ځواکونو په رسېدو سره د بالامرغاب ولسوالۍ وضعيت بېرته عادي شوی خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې وضعیت خورا ډېر خراب دی او د امنیتي چارواکو په ورتګ سره به ښه نه شي.

-----

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د سولې نوی مذاکراتي پلاوی به تر راتلونکو دوو اوونیو پورې معرفي شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي تر لیدنو وروسته اوس ارګ او سپیدار وايي، بحثونه روان دي او اټکل کېږي چې راروانه اوونۍ دغه پلاوی د حکومت له خوا معرفي شي.

په مطلب کې د سرچینې په حواله دا هم راغلي چې دا پلاوی د تېر خلاف هر اړخیز دی او ټولې خواوې په کې په پام کې نیول شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، دا په داسې حال کې ده چې حکومت تېر کال یو دولس کسیز پلاوی د سولې د مذاکراتو لپاره اعلان کړ، خو دا چې نوموړی پلاوی حکومتي و، له پراخو انتقادونو سره مخ شو.

------------

ملي ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو د کرزي او غني تر منځ جدي اختلاف موجود دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي، پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، حتی که دولت طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون هم نه کوي، د خبرو له لارې افغانستان ته د سولې د راوستلو هڅې باید په ټپه ونه درېږي.

دغه شان په مطلب کې راغلي چې ولسمشر غني په ارګ کې په وورستۍ لیدنې کتنه کې ښاغلي کرزي ته ویلي چې د موقتې ادارې طرحه د هغه له خوا تبلیغېږي او دا ځکه چې خپله د دغې ادارې مشري وکړي.

-------------