د امریکا د داخلې امنیت وزیرې له دندې استعفی ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81409-د_امریکا_د_داخلې_امنیت_وزیرې_له_دندې_استعفی_ورکړه
امریکایي چارواکو د ټرمپ سره د دغه هېواد د داخلي امنیت د وزیرې له لیدنې وروسته د نوموړې د استعفی خبر ورکړ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 09, 2019 03:07 Asia/Kabul
  • د امریکا د داخلې امنیت وزیرې له دندې  استعفی ورکړه

امریکایي چارواکو د ټرمپ سره د دغه هېواد د داخلي امنیت د وزیرې له لیدنې وروسته د نوموړې د استعفی خبر ورکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د رپوټ له مخې،ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر باندې په داسې حال کې د مېرمن «کریستن نیلسن» د استعفی خبر ورکړ چې هغې دوه ورځې وړاندې له مکسیکو سره د دغه هېواد د جنوبې سیمو بیاځلې لیدنه کړي وه.

میرمن نیلسن په استعفی ليک کښې واضحه نه کړه ؛ چې دغه استعفی جبري وه یا په خوښې سره؛ مګر ویلي یې دي«اوس د تګ وخت دی».

د ویلو ده چې د امريکې په مختلفو ادارو حتی د حکومت په دننه کښې له ټرمپ سره د هغه د سرزورو او يواړخيزو فېصلو په اړه اختلاف ډېر زيات شوي دي.