ورځپاڼو ته کتنه ۲۴/۰۱/۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81489-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۴_۰۱_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2019 08:20 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۴/۰۱/۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو ورځپاڼو ته کتنه له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کښې په ټولوايران کښې د امريکې لخوا د سپاه پاسداران په خلاف د اقدام په غندنه کښې د ايراني ولس د لاريونونو خبرونه او عکسونه ورکړي دي.

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې په خپل اول مخ په دې اړه د خبرو په ورکولو سره وليکل:

د ټول ایران خلقو په دغو پرتمینه لاریونونو کښې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په ترهګر بللو کښې دامریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  غیر قانوني او احمقانه اقدام وغندۀ .

د ایران خلقو د دغولاریونونو په آخر کښې په یوېبیانيه کښې وویل د اسلامی انقلاب په ساتلو کښې د سپاه پاسداران ځواک اقتدار  او تاثير کولو دښمانان له لالهاندۍ سره مخ کړي دي .

دغه بیانیه زياتوي دامریکې چارواکي په تورې  کارنامې او د یمن  د نایجېريې، بحرین ،فلسطین، افغانستان ، سوریې او عراق  دخلقو د قتل عام په شمول  د بشريت په خلاف جنایتونو سره  د حکومتي ترهګرۍ او ترهګرو د  روزنې مصداق دي .

د ایران خلقو دغه رنګ د صهیونیسټ رژیم او استکبار له ظلم لاندې ملتونو او هیوادونو د هر اړخیز ملاتړ دوام خپله دیني انقلابی او انساني دنده وبلله اوتاکيد یې وکړ د سوریې د جولان او د فلسطین د ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف د دښمانانو هر ډول اقدام غیر قانوني او له نړیوالو قوانینو سره په تضاد کښې دے او په ماتی محکوم دے .

--------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا په خپل وړومبي مخ د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير محمد جواد ظريف له قوله وليکل: که سپاه پاسداران نه وې داعش تر اروپا رسېدۀ.

ورځپاڼې زياته کړه: محمد جواد ظريف په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د امريکې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍپه انتخاباتو کښې له هېلري کلېنټن سره د ډونالډ ټرمپ د مناظرې د ويډيو په خپرولو سره وويل، ډونالډ ټرمپ په دغه ويډيو کښې اعتراف وکړ چې ايران په سوريې کښې د داعش د تباه کولو په حال کښې دے.

د ايران خارجه وزير تاکيد وکړ، که د عراق او سوريې د مېړنو ولسونو ترڅنګه د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو مبارزه نه وې کړې داعش به دوه عربي پائېتختونه نيولي وې او يوترهه ګر فوځ به يې د اروپا دروازو ته لېږلې وې.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: ایران د پاکستان د کوئټې پرونۍ ترهګره حمله غندله

د ایران د خارجه وزارت ویاندد کوئټې ښار په يو بازار  کښې د پرونۍ ترهګرې حملې په سختې غندنې سره د پاکستان حکومت او ولس په تیره بیا د دغې پيښې د شهيدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او ورسره یې خواخوږي څرګنده کړه.

بهرام قاسمي وویل: د ګاونډیانو په تیره بیا د پاکستان امنیت او ثبات د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډیر اهمیت لري او هیله مند یوو چې پاکستان وتوانیږي د وحدت او هوښیارۍ په ساتلو سره د سیمې د مخالفانو او دښمنانو دسیسه شنډه کړي.

-----

د تهران چاپ حمايت ورځپاڼې وليکل، د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د ملګرو ملتو مشر ګوتريش ته د يوليک په لېږلو سره وليکل، د سپاه پاسداران په خلاف د ماجرا لټونکې د عواقبو ذمه واره امريکه ده.

----

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په خپل نننۍ ګڼه کښې وليکل، د دغه هېواد کوئټې ښار په فروټ منډۍ کښې د ترهه ګريزې ځان وژونکې حملې له کبله په لسګونو کسان شهيدان يا ژوبل شول.

ورځپاڼې زياته کړه له دغې حملې وروسته چې پکښې مالي زيانونه هم رامنځته شول،ددغه ښار هزاره قوم په کوئټه ښار کښې په پرلت وهنې سره دغه پېښه په سختۍ سره وغندله او د دغې حملې د عاملينو او ترهه ګرو ډلو په خلاف د حکومت د اقدام غوښتنه وکړه.

--------

ورځپاڼې وليکل، د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اپرېل د روانې مياشتې په يويشتمه او دويشتمه نېټه عمران ته سفر کوي. ورځپاڼې زياته کړه عمران خان به په دغه سفر کښې چې د عمران د هم مصب لخوا ورته يې بلنه ورکړې شوې وه د دوو اړخيزو تعلقاتو په تېره بيا د تجارتي تعلقاتو د زياتولو، د مذهبي سياحت د پراخولو او پاکستان ته د ايران د ګېس پائپ لائن د غزولو او نورو سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو په اړه خبرې اترې او يو لړ تړونونه لاسليک شي.

---

کابل چاپ ډېرو ورځپاڼو بیا هم د سولې او همداشان د طالبانو له لوري د اعلان شویو الفتح عملیاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، د قطر د بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي په سر افغان سیاسیون او حکومت پر یوه لېست جوړ نه شول، قطر ته به بېل بېل پلاوي استوي.

وړاندې په مطلب کې راغلي، حکومت غواړي چې د قطر د خبرو لپاره د امرالله صالح په څېر د سولې مخالف کسان واستوي.

انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د سولې ټولې ناستې باید د افغانانو په حضور او رهبرۍ ترسره شي.

وړاندې په سرمقالې کې راغلي، د افغانانو له مالکيت پرته دا ډول غونډې به د افغانستان قانوني دولت ته د منلو وړ نه وي.

یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا د طالبانو له لوري د اعلان شویو الفتح د عملیاتو په اړه تبصرې کړې دي.

د سرخط خپلواکې ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې چې که څه هم افغانان له جګړې او وژنو ستړي شوي، تل یې له طالبانو د سولې غوښتنه کړې او د افغان سولې په اړه وروستیو هلو ځلو او ځینو نسبي پرمختګونو څه نا څه هیله مند کړي هم دي، خو طالبان د هغوی د سولې غږ ته د تازه عملیاتو پر پيل ځواب ورکړ.

د سرمقالې په پای کې راغلي، تر هغې چې افغانان په خپلو کې سره جوړ نه شي او د جګړې پرځای پر سولې، ورورولۍ، مینې او یووالي کار ونه کړي او همدا خپله موخه ونه ګرځوي، تل به په بېلابېلو نومونو خپلو کې سره وژني.

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، عام افغانان غواړي چې تاوتریخوالي او وینه توېدنه ژر بنده شي او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، هره ډله چې د جګړې لپاره هڅه کوي، د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د سولې که د جګړې کال.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې بازار تر بل هر وخت تود دی، خو ورسره مل د جګړې بازار هم په تودېدو دی.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې د ملي یووالي حکومت څو ورځې وړاندې د خالد په نوم پسرلني عملیات پيل کړل او طالبانو ته یې د ځپلو خبرداری ورکړ او طالبانو یې په مقابل کې د الفتح په نوم عملیات پیل کړل.

د سرمقالې د لیکوال په باور، افغان حکومت او طالبان باید درک کړي چې وینه په وینه نه مینځل کېږي، بلکې د سولې لپاره باید حوصلې سترې کړي.