دتهران او ځینی نړیوالې نننۍورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې ده،په پیل کې هم دتهران وځ پاڼې او په آخر کې هم که وخت ؤ نوځینی نړیوالې ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو .نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ
دتهران درستو ورځپاڼو خپلې نننۍ ګڼې زیاتره برخې د ایران داسلامی جمهوریت د وسلوال پوځ دقوماندانانو، مسئولانو او چاروالو د اسلامی انقلاب له معظم لارښود او د درستو قواؤ له مشر قوماندان حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای سره پرونۍ کتنې ته بیله کړی دی او لیکلی ئې دی ، دایران په بیلابیلو سیمو کې په وروستیو ورښتونو او سیلاؤ له امله کړیدلو خلکو سره د پوځ او اړونده ادارو مرستې او خدماتو رسول دایران داسلامی جمهوریت د ملت لپاره ستر ویاړ دی . دغو ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی ،دایران د درستو قواؤ ستر قوماندان او کمانډر اینچیف حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دغې کتنې کې پخپلې وینا کې روښانه کړې ، پر ملت د ځان قربانی کونی پوځ دشعارونو ځلاګانو مو په سیل ځپلو سیمو کې ولیدې ، چې د ایران دملت لپاره ستر ویاړ دی . دوی دخپلې خاورې او سرحدونو له دفاع سره سره د خلکو دکړاؤنو او د ردونو په کولو کې هم هیڅ هڅه نه ده سپمولې او له ولسی ځواک سره مټ په مټ ئې په سیل ځپلو سیمو کې شپه ورځ د کړیدلو خلکو خدمت او بیا رغاونو ته دوام ورکړی دی .
ورځپاڼو په دوام زیاته کړې ، دایران دټولوقواؤ ستر قوماندان حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د هیواد دوسله والو ځواکونو زیاتیدونکی اتحاد ضروری او د دښمن دغوسه کیدا سبب بللی او فرمائیلی ئې دی ، ددایران داسلامی جمهوریت د پوځ او داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د ورورولۍ لاس، د امریکا له ناوړه اقدام وروسته ښکلی حرکت وو .
داسلامی انقلاب معظم لارښود پرون د پوځ او دځمکنی ځواک له قوماندانانو سره په کتنې کښې د ایران پوځ له همیشه څخه متدین او کارنده بللی او له سیلاب ځپلو سره په مرستو کښې د وسله والو ځواکونو او د پوځ د اغیزشیندونکی او دحیاتی شتون په قدرونې سره وئیلی دی ، هر هغه کار چې دښمن په غوسه کړی، ښه او سم کار دی او په مقابل کښې باید ټول له هر هغه کاره چې دښمن زَړوَر او دهغو روحیه پیاوړی کوی ډډه وکړو .
د اسلامی ایران ددرستو قواؤ ستر قوماندان دایران د اسلامی جمهوریت پرضد د امریکا د بې بنسټه ویناګانو هدف د عمومی روحیې او مورال کمزوری کول وبلل او جوته یې کړه امریکا له زرګونو میلیارډه ډالرو پورونو او نورو ډیرو مشکلاتو سره ښکیله ده او د کیرولینا په شان سیمو کښې د طوفان او دسیلاب دڅو کلونو له تیریدا وروسته اوس هم نه ده توانیدلې په مشکلاتوغور وکړی اوهغه جبران ئې کړی، خوبیا هم امریکا د ایران دملت د روحیې د کمزوری کولو لپاره چټی خبرې کوی .
ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود هغه دغه رزا دایران د وسله والو ځواکونو او د پوځ سیمه ییز شتون او ددښمانانو له فتنو سره د دوی مقابلې ته په اشارې سره دغه پوښتنه مطرح کړه ،که چیرې د ایران پوځ او سپاه پاسداران له داعش سره مبارزې ته نه ورتللئ،نو نن سبا به سیمې او زمونږ ګاونډیو هیوادونو کوم ډول حالت درلود او هلته به کومو کسانو حکومتونه کول .؟
حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه ای پخپلې وینا کې جوته کړې البته له ترهګرې سره هر ښکیل شوی هیواد ضروری اقدامات او مقابله وکړه خو د ایران د وسله والو ځواکونو رول ،د نه انکاریدونکی دی او نن سبا په حقیقت کښې د وسله والو ځواکونه برکتونه د ایران په ملت سربیره نورو هیوادونو ته هم غځیدلی دی .
= داهم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې بیا لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د کابینې په غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې په هیواد کې وروستی سیلاؤد خلکو لپاره ډیر زیات مشکلات رامینځةکړی او ډیرې بیخ بینائۍ ئې ورانې کړی او کرهڼیزې مځکې ئې له مینځّه وړی دی ، ټینګار کړی ، دسیل ځپلو سیمو خلک ، دخپلو تاوانونو په نسبت هیڅکله هم باید اندیښمن نشی ، ځکه چې حکومت به په دې لاره کې په ویاړ سره هڅه وکړی ، او دیوه بل په لاس کې دلاس په ورکولو سره به درستې کنډوالې او وران شوی ځایونه دتیر په نسبت لاښه ورغوی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دسوډان خبرو سرچینو راپور ورکړی ، نسکور شوی ولسمشر عمر البشیر ا و دهغه ورور په خرطوم کې زندان ته لیږدول شوی دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد دکانګرس پریکړه لیک چې دیمن د بې ګناه خلکو په ضد په جنګ کې دعربستان په مشرۍ دعربی ائیتلاف څخه دملاتړ دغوڅیدو غوښتنه ئې کړې وه ویټو کړی دی . ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، ټرمپ د کانګرس دمسودو په مقابل کې له ویټو څخه د دوهم ځل لپاره استفاده کړې او مشرانو جرګې ته ئې په خطاب کې لیکلی دی ، دا پریکړه لیک غیر ضروری ؤ او دامریکا پر بهرنیو اړیکو منفی اغیزې لری .
دجرمنی شپیګل خپرونې په جرمنی کې د داعشی ترهه ګرو دفعالیتونو په باب دیوې څیړنې په انعکاس کې لیکلی دی ، د داعشی ترهه ګرې ډلې یو لوړپوړی مسئول کمانډر امایماآ له جنایتکارې مخینې سره سره په جرمنی کې په ډیرې آزادۍ سره ژوند کوی او هیڅوک ورځینی پوښتنه نشی کولی . دغه جنایتکار داعشی سورئې ته تللی څو له داعشی جنایتکارو سره یو ځای شی او هلته ئې بیا ددغې ډلې یوې جنایتکارې ډنیس کاسپرت سره وادۀ هم کړی او اوس بیرته جرمنی ته ستون شوی او په هامبرګ کې ژوند کوی
دمصر پارلیمان وړمه ورځ په نهائی توګه په اساسی قانون کې له هغه ترمیم سره موافقه کړې چې په اساس ئې په قدرت کې تر ۲۰۳۰کال پورې د اوسنی ولمسشر عبدالفتاح السیسی دپاتیکیدو زمنیه برابروی .
د آلسعود رژیم یوه لوړپوړی مخالف فعال او دپوهنتون استاد سعید بن ناصر الغامدی چې له عربستانه بهر ژوند کوی ، په عربستان کې د دیره فلسطینیانو دپراخې نیونې دلړۍ دپیلیدا خبر ورکړی دی .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، د صهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو په یوې وینا کې په یوې زیاتې څوکۍ سره دبیرته لومړی وزیرپه توګه له ټاکل کیدا وروسته وئیلی دی ، دډیرو عربو مشرانو دمبارکۍ پیغامونو ډیر حیران کړی یم چې دومره زیات عرب مشران له اسرائیلو سره د څرګندو اړیکو پراخول غواړی .
دترکیې خارجه وزیر مولود چاوو ش اوغلو په انقرې کې داسلامی ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنې کې روښانه کړې ده دماریکا دیواړخیزو بندیزونو په وړاندې دخپلو ایرانیو وروڼو بشپړ ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوو .
داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریګا م وګرینی په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې پر جولان سیمې د اسرائیلو حاکمیّت ډیر خطرناک دی او اروپائی اتحادیه ئې هیڅکله هم رسمیّت نه پیژندی .
= او س هم راګرځو ځینو نړیوالو ورځپاڼو چې دافغانستان دوروستیو حالاتو په باب ئې لیکنې کړی دی ، البته بابدووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
= واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په قطر کې د جمعې په ورځ د طالبانو او افغان شخصیتونو د غونډې په اړه لیکلی چې هیلې ورته زیاتې دی.
ورځپاڼه څرګندوی ،د امریکا په مشرۍ له څو میاشتو راهیسې د سولې په روانو خبرو کې به دا غونډه ثابته کړی چې دا د عطف ټکی دی.
طالبان له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوی چې د کابل له حکومت سره تر هغو معامله نهکوی چې امریکایی ځواکونه له افغانستانه نهوی وتلی، خو د دغې وسلوالې ډلې اوس منلې ده چې په غیر رسمی ډول د افغانانو له یوې ډلې سره کېنی.
ورځپاڼه لیکی:پر دې سربېره چې طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان کړی دی، د راتلونکې غونډې په اړه د دوی له پرېکړې سره خلکو د یو څه هوسایۍ ساه واخیسته.
د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی دفتر د سې شنبې په ورځ ۲۵۰ کسیزه ډله اعلان کړه چې دا کسان به د قطر د حکومت په یوې الوتکه کې دوحې ته ولاړه شی او د طالبانو له چارواکو سره به خبرې وکړی.
واشنګټن پوسټ لیکی، یو شمېر سیاستوال چې پهدې ډله کې شامل نهدی او یو شمېر څارونکو خبرداری ورکړی دی، دا لویه ډله چې یو مشر نهلری د یوه واحد نظر پر ځای به ګڼ نظریات ورکړی.
واشنګټن پوسټ بیا لیکی، د طالبانومسئولان به د دې تر څنګ له امریکایی چارواکو سره بېلې غونډې وکړی.
ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې د عالی شورا د دارالانشاء د مشر محمد عمر داوودزی خبرې رااخیستې دی چې وایی، هیلهمند دی د کال تر اخره د سولې تړون وشی.ښاغلی داوودزی د جمعې د ورځې د غونډې په اړه وایی، هدف دا دی چې دواړه لوری په رسمی ډول له یوه بل سره وپېژنی، طالبان وپوهوی چې افغانستان په تېرو ۱۷ کلونو کې څومره تغییر کړی او طالبان دا درک کړی چې اوسنی افغانستان پخوانی نهدی، بدل شوی.
«یو اېس اې ټوډې» ورځپاڼه په یوې مقاله کې د استخباراتو د یوه چارواکی په وینا لیکی چې د طالبانو ډله په افغانستان کې پر متحده ایالاتو د حملې اراده او توان لری.
په لیکنه کې وړاندې راغلی، د طالبانو ډلې د خراسان څانګه، همداراز پر نورو لوېدیځو هېوادونو د برید پلان هم لری.
«یو اېس اې ټوډې» ورځپاڼې د امریکاد سنا د پوځی خدماتو د کمېټې د غړی جک رېډ خبرې رااخیستې دی چې تازهیې په کابل کې له ولسمشر اشرف غنی سره کتلی دی.
دا سناتور وایی، د طالبانو خراسان ډله په سلګونه وسلهوال لری چې له تاکتیکی پلوه د پراختیا په حال کې ده.
په افغانستان کې د ناټو جګپوړی ملکی استازی «نیکلاس کې» هم په وروستیو کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،په افغانستان کې د داعش خطر جدی دی.