زلمی خلیل زاد خپل پړاویز سفر پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81688-زلمی_خلیل_زاد_خپل_پړاویز_سفر_پیل_کړ
تسنیم خبری اژانس وایی د امریکا دبهرنیو چارو وزارت افغانستان ، هند ، پاکستان ، قطر او روسیې ته د افغانستان په چارو کښې د واشنګټن دځانګړی استزای زلمی خلیل زاد د پړاویز سفر دپیلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2019 08:26 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي وه د افغانستان له طالبانو سره د امریکا دخبرواترو شپږم (۶) پړاو د قطر په پلازمینې دوحې کښې وشي .
    ټاکل شوي وه د افغانستان له طالبانو سره د امریکا دخبرواترو شپږم (۶) پړاو د قطر په پلازمینې دوحې کښې وشي .

تسنیم خبری اژانس وایی د امریکا دبهرنیو چارو وزارت افغانستان ، هند ، پاکستان ، قطر او روسیې ته د افغانستان په چارو کښې د واشنګټن دځانګړی استزای زلمی خلیل زاد د پړاویز سفر دپیلیدا خبر ورکړ .

د زلمی خلیل زاد سفر دامریکا او د طالبانو ترمینځ د ماتی خوړلیو خبرواترو د له سره پیلولو لپاره ترسره کیږی .

ټاکل شوی وه د افغانستان له طالبانو سره د امریکا دخبرواترو شپږم (۶) پړاو د قطر په پلازمینې دوحې کښې وشی خو دغه غونډه په فهرست کښې د کسانو د نومونو د شاملولو د څرنګوالی په وجه د قطر او دافغانستان د حکومتونو ترمینځ داختلاف د رامینځته کیدا په وجه لغوه شوه .

د امریکا او د طالبانو ترمینځ د تش په نامه دسولې د خبرواترو دله سره پیلولولپاره  سیمې ته د افغان توکمه امریکایی ډیپلوماټ زلمی خلیل زاد دغه سفر په داسې حال کښې ترسره کیږی چې طالبانو په ځلونو  ټینګار کړی دی  تر هغه وخته چې دامریکا د نیواکګرو عسکرو په کامل ډول دوتلو په شمول ددغه ډلې غوښتنې پوره نشی خبرې به کومه نتیجه ورنکړی .