ورځپاڼو د امریکا په پریکړې نیوکه کړی ده
-
وویل دولسمشر ډونالډ ټرمپ کړچار د امریکا حقیقي استکباري څیره نندرې ته وړاندې کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د هند او دچین رسنیو دایران دتیلو د اخیستلو د معافیت د ختمیدا په هکله د امریکا په وروستۍ فیصلې نیوکه وکړه .
د پاکستان نیشن(The Nation) او پاکستان ټوډې(PakistanToday) ورځپاڼو پرون دایران دتیلو د اخیستلو د معافیت دنه تمدیدولو لپاره دامریکا فیصلې ته په غبرګون کښې وویل دولسمشر ډونالډ ټرمپ کړچار د امریکا حقیقی استکباری څیره نندرې ته وړاندې کوی .
د هندوستان فیننشل ټایمز(Financial Times) ورځپاڼې هم دایران دتیلو د اخیستلو د معافیت د نه تمدیدولو لپاره د امریکا وروستۍ فیصلې ته په اشارې سره وویل نوی ډیلی باید دامریکا دحکومت اقتصادی دباونو ته تسلیم نشی .
د چین ساوت چاینا (South China)ورځپاڼې هم وویل دایران دتیلو بایکاټ او له تهران څخه د تیلو د اخیستلو د معافیت نه تمدیدا د چین اقتصاد ته سخت ګوزار ورکوی .