د روسیې اوشمالی کوریا اړیکې به لاپراختیا ومومی
دشمالی کوریا او روسیې دمشرانو دغه کتنه له دې وروسته ترسره کیږی،چې دکوریا ټاپو وزمې د شخړې دحل لپاره دامریکا او شمالی کوریا دفروروۍ دمیاشتې خبرې اترې بندون ته رسیدلی دی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او دشمالی کوریا رهبرکیم جونګ اون نن د روسیې په لېرې ختیځ ښار ولادی وستوک بندری ښار کې په لومړی ځل سره ولیدل .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغې کتنې کې وئیلی دی ،ډاډمن یم چې دغه کتنه د دواړو هیوادونو داړیکو په پراختیا او د کوریا ټاپو وزمې دایټمی موضوع له حل کولو سره مرسته وکړی . او دروسیې او شمالی کوریا ترمینځ داقتصادی او انسانی اړیکودپراختیا لپاره باید لازیاته هڅه وشی.هغه وئیلی د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمینځ ایټمی خبرې اترې تعقیبوی.
کېم جونګ اون هم چې پرون په یوه رېلګاډی کې د روسیې دغه ښار ته تللی، په دغې کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې کوریا ټاپو وزمې ته د نړیوالې ټولنې پام ورآوړیدلی دی،هیله ښودلې ، په دغې کتنې کې دکوریا ټاپو وزمې مسئلې په ښه ډول وارزول شی او د دواړو هیوادونو ترمینځ په دوواړخیزو اړیکو هم غوره مشورې وشی .
دشمالی کوریا او روسیې دمشرانو دغه کتنه له دې وروسته ترسره کیږی،چې دکوریا ټاپو وزمې د شخړې دحل لپاره دامریکا او شمالی کوریا دفروروۍ دمیاشتې خبرې اترې بندون ته رسیدلی دی .