د روسیې اوشمالی کوریا اړیکې به لاپراختیا ومومی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i81738-د_روسیې_اوشمالی_کوریا_اړیکې_به_لاپراختیا_ومومی
دشمالی کوریا او روسیې دمشرانو دغه کتنه له دې وروسته ترسره کیږی،چې دکوریا ټاپو وزمې د شخړې دحل لپاره دامریکا او شمالی کوریا دفروروۍ دمیاشتې خبرې اترې بندون ته رسیدلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 25, 2019 09:39 Asia/Kabul
  • د روسیې اوشمالی کوریا اړیکې به لاپراختیا ومومی

دشمالی کوریا او روسیې دمشرانو دغه کتنه له دې وروسته ترسره کیږی،چې دکوریا ټاپو وزمې د شخړې دحل لپاره دامریکا او شمالی کوریا دفروروۍ دمیاشتې خبرې اترې بندون ته رسیدلی دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او دشمالی کوریا  رهبرکیم جونګ اون  نن  د روسیې په لېرې ختیځ ښار ولادی وستوک  بندری ښار کې په لومړی ځل سره  ولیدل .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په دغې کتنې  کې وئیلی دی ،ډاډمن یم چې دغه کتنه  د دواړو هیوادونو داړیکو په پراختیا او د کوریا ټاپو وزمې  دایټمی موضوع  له حل  کولو سره مرسته وکړی . او  دروسیې او شمالی کوریا ترمینځ  داقتصادی او انسانی  اړیکودپراختیا لپاره  باید لازیاته هڅه وشی.هغه وئیلی  د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمینځ  ایټمی خبرې اترې تعقیبوی.

کېم جونګ اون  هم چې پرون په یوه رېل‌ګاډی کې د روسیې دغه ښار ته تللی، په دغې کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې  کوریا ټاپو وزمې ته د نړیوالې ټولنې پام ورآوړیدلی دی،هیله ښودلې ، په دغې کتنې کې دکوریا ټاپو وزمې مسئلې په ښه ډول وارزول شی او د دواړو هیوادونو  ترمینځ په دوواړخیزو اړیکو هم غوره مشورې  وشی .

دشمالی کوریا او روسیې دمشرانو دغه کتنه له دې وروسته ترسره کیږی،چې دکوریا ټاپو وزمې د شخړې دحل لپاره دامریکا او شمالی کوریا  دفروروۍ  دمیاشتې خبرې اترې   بندون ته رسیدلی دی .