د ترکیې خلکو په عربستان کښې وروستي اعدامونه وغندل
Apr 29, 2019 03:10 Asia/Kabul
د ترکیې خلکو پرون مازیګر په استنبول کښې په راغونډیو سره د سعودي رژیم د جنایتونو د غندنې په لړ کښې شعارونه ورکړل.
د ترکیې خلکو د استنبول په لونت سیمه کښې په راغونډیدو سره په عربستان کښې په یو وخت د ۳۷ کسانو د سرونو وهلو په لړ کښې د سعودي رژیم وروستي وحشیانه اقدام وغنده.
د ترکیې خلکو پرون مازیګر په دغه راغونډیدنه کښې د سعودي رژیم د جنایتونو د غندنې په لړ کښې شعارونه ورکړل.
ورته مهال په انقره کښې هم د عربستان د سفارت مخې ته دغه شان تجمع کیدونکې وه خو د ترکیې پولیسو یې د خلکو په تیت پرک کولو سره مخه ونیوله.
د ویلو ده چې د عربستان د کورنیو چارو وزارت تیره سه شنبه په هیواد کښې د ترهګرو عملیاتو د کوشش په چټي تور د دغه هیواد ۳۷ ښاریز اعدام کړل چې ۳۳ تنه په کښې د عربستان شیعه مسلمانان وو.
ټیګونه