ایران به زر له ما سره خبرې وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82183-ایران_به_زر_له_ما_سره_خبرې_وکړی
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا یوځل بیا ادعا وکړه چې دایران اسلامی جمهوریت به زر له واشنګټن سره خبرې وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 16, 2019 00:20 Asia/Kabul
  • د امریکا له اوسني حکومت سره خبرې اترې دوه(۲) چنده زهر دي .
    د امریکا له اوسني حکومت سره خبرې اترې دوه(۲) چنده زهر دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا یوځل بیا ادعا وکړه چې دایران اسلامی جمهوریت به زر له واشنګټن سره خبرې وکړی .

ډونالډ ټرمپ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په دې خبرې سره چې له ایران سره داړیکو په هکله بیلابیل نظرونه مطرح کیږی او زه به پریکنده او نهایی فیصله وکړم وویل زه ډاډمن یم چې ایران به زر د خبرو اترو غوښتنه وکړی .

دامریکا د ولسمشر ټرمپ دغه خیال په داسې حال کښې دی چې د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  په تیرې شنبې ورځ د نظام له چارواکو او مسولانو سره په کتنې کښې ټینګار کړی وو له امریکا سره به هیڅ خبرې ونشي .

هغه حضرت ډاګینه کړی وه له دښمن سره په مخامخیدا کښې د ایران دملت پریکنده لاره په ټولو زمینو کښې د مقاومت کول دی ځکه چې د امریکا له اوسنی حکومت سره خبرې اترې دوه(۲) چنده زهر دی