ټرمپه اوس ئې درسنبال کړه ......
چینیان له ډونالډټرمپه څخه په نوی انداز سره کرکه او نفرت کوی
زمونږ خبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دغه خبری سایټ په یوې نوی شننې کې لیکلی دی ، د چین او امریکاترمینځ داقتصادی شخړې اوج تر دې حده رسیدلی چې چینیانو د امریکا له ولسمشره په یوه نوی انداز سره نفرت ته مخه کړې ده او دتشناب یا واش روم زیاتره وسایل ئې داسې جوړ کړی چې په مخ ئې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ عکس وی او د تشناب د صفا کولو په اړه ورځینی استفاده کوی او لیکی،ټرمپ داسې ویښتان لری ، چې اوس ورځینی د واش روم د ځلیدو لپاره ورځینی استفاده کیدلی شی ، داسې برشونه او کاغذونه شته چې پر مخ ئې د ټرمپ عکس د او د ټوائلیټ کموډ یا تشناب د صفا کولو لپاره استعمالیږی ، ځکه د ټرمپ شکل او ویښتان داسې نارنجی بڼه لری ، ، چې یوازې تشناب ورسره صفا کیدلی شی .

دغو برشونو ته د ټرمپ ټوایلیټ برش او کاغذونو ته هم د ټرمپ ټوائلیټ پیپرنامې ورکړل شوی دی او داپه داسې حال کې دی چې په درست چین کې دغه وسایل د ملی دندې په توګه ،په ډیره زیاته اندازه استعمالیږی او دا،له ډونالډټرمپه د چین دخلکو دنفرت اوکرکې یوه ستره نښه ده .
ډیری شناندی او کارپوهان وائی که دچین او امریکاترمینځ اقتصادی شخړې پای ته ونه رسیږی ، نو ښائی په دغه جنګ کې چینیان هم د کار له پلوه او هم د تبلیغاتو له پلوه پر امریکا بریالی کیدلی شی .

راپورښئ په چین کې دغه کلینینګ برشونه په مختلفو ډیزاینونو سره جوړ شوی او خلکو ئې تود هرکلی کړی دی .
