ډونالډ ټرمپ د ډیپلماسۍ له ټیم سره غږمله نه دی
-
ټرمپ څو ورځې مخکې له ایران سره د خبرواترو غوښتنه کړي وه خو وروسته یې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې د جنګ ګواښ ورکړ .
زمونږ خبریال وایی دامریکا د سی این این ټیلی ویژن شناندی میرمن سامانتا وینوګراد (Samantha Vinograd)دایران په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې ګډووډو څرګندونو ته په اشارې سره وویل دایران په هکله د ټرمپ غبرګون ددې ښودنه کوی چې هغه د ډیپلماسۍ له ډلې سره غږمله نه دی .
سامانتا وینوګراډ چې د امریکا د سی این این ټیلی ویژن شناندی او دملی امنیت کارپیژاندی ده نن وویل په تیرو څو ورځو کښې د ولسمشر ډونالډ ترمپ لخوا په ټویټر پاڼې باندې غبرګونونه ددې ښودنه کوی چې هغه کاملا په یوازې ځان عمل کوی او هیڅکله د ډیپلماسۍ له ټیم سره غږمله نه دی .
دامریکا د ملی امنیت کارپیژاندی میرمن سامانتا وینوګراد وویل ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې له ایران سره د خبرواترو غوښتنه کړی وه خو وروسته یې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې د جنګ ګواښ ورکړ .
دایران ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پرضد په خپلو چټی خبرو او په نورو هیوادونو د خپلو ګرمو د مسولیت د اچولو په دوام کښې وویل که چیرې ایران وغواړی جنګ وکړی نو دغه چاره به په رسمی ډول د ایران دختمیدا په معنا وی چې تهران نور هیڅکله امریکا ته ګواښ ونکړی .
دایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ټینګار کړی دی دامریکا او دیا دهغې دملګرو لخوا هرډول احتمالی پوځی ګواښ یا تیری ته به پریکنده ځواب ورکړی .