د سوریې عسکرو کیمیاوی وسلې نه دی کارولی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82335-د_سوریې_عسکرو_کیمیاوی_وسلې_نه_دی_کارولی
په لندن کښې دیره د سوریې د بشری حقوقو د مرکز مشر رامی عبدالرحمان له فرانسې خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل ترسره شویو تحقیقاتو ته په پام سره د سوریې د لاذقیه سیمې په شمول له کیمیاوی وسلو د پوځ داستفادې په هکله هیڅ ثبوت او سند نه دی ترلاسه شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2019 01:16 Asia/Kabul
  • د سوریې عسکرو دد ترهګرو یوه(۱) بې پایلوټه الوتکه دحما ښار هوايي ډګر ته نږدې نسکوره کړه .
    د سوریې عسکرو دد ترهګرو یوه(۱) بې پایلوټه الوتکه دحما ښار هوايي ډګر ته نږدې نسکوره کړه .

په لندن کښې دیره د سوریې د بشری حقوقو د مرکز مشر رامی عبدالرحمان له فرانسې خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل ترسره شویو تحقیقاتو ته په پام سره د سوریې د لاذقیه سیمې په شمول له کیمیاوی وسلو د پوځ داستفادې په هکله هیڅ ثبوت او سند نه دی ترلاسه شوی .

له دې مخکې د امریکا خارجه وزارت ادعا کړی وه چې دسوریې حکومت په تیرو څو ورځو کښې له کیمیاوی وسلو استفاده کړی ده .

بل خبر دا چې دسوریې جنګی الوتکو بیګا د ادلب او حما ولایتونو په څو سیمو کښې دترهګرو په مرکزونو بمبارې وکړې او له کبله یې په لسګونو ټروریسټان هلاک شول .

د سوریې عسکرو دغه راز د ترهګرو یوه(۱) بې پایلوټه الوتکه چې چاودیدونکی مواد پکښې وو دحما ښار هوایی ډګر ته نږدې نسکوره کړه .