خرمشهر د ایران د خلکو د مقاومت سمبول دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82370-خرمشهر_د_ایران_د_خلکو_د_مقاومت_سمبول_دی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د خرمشهر د آزادۍ د کلیزې په مبارکۍ ویلو سره دغه ښار د ایران د خلکو د ایمان، مقاومت، شجاعت او غیرت نښه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2019 10:40 Asia/Kabul
  • خرمشهر د ایران د خلکو د مقاومت سمبول دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د خرمشهر د آزادۍ د کلیزې په مبارکۍ ویلو سره دغه ښار د ایران د خلکو د ایمان، مقاومت، شجاعت او غیرت نښه وبلله.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله محمد علي موحدي کرماني زیاته کړه: د خرمشهر په آزادولو کښې د ایراني جنګیالیو مجاهدت د نړۍ د پوځي کارپوهانو د حیرانتیا او ویرې سبب شو.

آیت الله موحدي کرماني هم داشان د روژې د مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعه د قدس نړیوالې ورځې ته اشاره وکړه او ویې ویل: د قدس ورځ د اسلامي امت د یووالي او هوډ نښه او د فلسطین له مظلوم ولسه د ملاتړ ورځ ده چې په خپلې وینې سره د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې دفاع کوي.

د ویلو ده چې د رمضان د میاشتې آخري جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) په نوښت، د قدس نړیواله ورځ نوموله شوې ده.

سږ کال هم د قدس د نړیوالې ورځې لاریون راتلونکې جمعه یعنې د روانې مۍ میاشتې په ۳۱ نیټه د ایران نه علاوه د نړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کښې ترسره کیږي.