هند له ایران څخه دتیلو د واردولو په اړه پریکړه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82669-هند_له_ایران_څخه_دتیلو_د_واردولو_په_اړه_پریکړه_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار له ایران څخه دتیلو د واردولو په هکله وویل نوی ډیلی به اقتصادی اړتیاو او د انرژۍ د امنیت تامینولو ته په پام سره ددغه موضوع په اړه فیصله وکړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 07, 2019 12:32 Asia/Kabul
  •  له ایران څخه د تیلو د واردولو په هکله د هند دریځ نه دی بدل شوی .
    له ایران څخه د تیلو د واردولو په هکله د هند دریځ نه دی بدل شوی .

ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار له ایران څخه دتیلو د واردولو په هکله وویل نوی ډیلی به اقتصادی اړتیاو او د انرژۍ د امنیت تامینولو ته په پام سره ددغه موضوع په اړه فیصله وکړی .

هغه وویل له ایران څخه د تیلو د واردولو په هکله د هند دریځ نه دی بدل شوی او هره فیصله چې د هندوستان حکومت یې له ایران څخه دتیلو د واردولو په ارتباط غوره کوی د نوی ډیلی د ملی ګټو ، دانرژۍ د  امنیت د تامینولو او د تجارتی ملاحظاتو پراساس به وی .

دهندوستان دکورنیو چارو وزیر امیت شاه ، د خارجه چارو وزیر جی شنکر او دتیلو وزیر درمیندرا پرادان په تیرې پنجشنې ورځ د هند دګازو او دتیلو دواردولو لپاره د فیصلې دغوره کولو په موضوع سره په یوې (۱) ځانګړی غونډې کښې ګډون وکړ .

د هندوستان چارواکو تیره اونۍ وویل نوی حکومت له ایران څخه د تیلو د واردولو لپاره له تهران سره زر ترزره د خبرواترو د ترسره کولو او دامریکا له بایکاټو د تیریدا لپار له روپۍ(rupee) څخه په استفادې سره ایران ته  د تیلو د پیسو د ورکولو هڅه کوی .