دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې وړاندې کوو ،هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
داهم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران دپیټروکیمیکل صنعت لوړپوړو چارواکو دامریکا دنوو بندیزونو په غبرګون کې چې د امریکا دخزانې وزارت له خوا په همداوروستیو کې اعلان شوی، ټینګار کړی ، دایران پر پیټروکیمیکل صنعت په بیلابیلو پلمو سره دامریکا نوی بندیزونه، نه یوازې نوی محدودیّتونه او بندیزونه نه حسابیږی ،بلکې داسې نه اجراکیدونکی بندیزونه دی ، چې دایران په ضد لګول شوی دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ او د دغه هیواد دکانګرس دمشرې نینسی پلوسی ترمینځ دخولې شخړه زیاته شوې تر دې چې ټرمپ په ډاګه وئیلی دی ، نیسنی پلوسی پخپله او د خپلې کورنۍ لپاره ننګ او پیغور ده .
القدس العزبی ورځپاڼې په خپل یوه وروستی راپور کې وئیلی دی ، په سوډان کې دنښنو اواخ وډب له زیاتیدو سره په یووخت،د متحده عربی اماراتو پوځی ګاډی دخرطوم په واټونو کې لیدل شوی او پر خلکو ئې سختیانې هم کړی دی .
دیمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفی له عربستان سره په پولې کې ددغه هیواد د پوځ ترکنټرول لاندې دسیمو دلیدو په وخت وئیلی دی، ددغه هیواد پوځ او ولسی مبارز ځواکونه د نجران ښار او ددغه ښار د هوائی ډګر نزدې ته رسیدلی په څو کلومیټرۍ کې ئې دی ، اوس دیمن پوځ له دفاعی پوزیشنه رابهر شوی او پر دښمن د حملو په وضعیّت کې دی .
دعراق مبارز روحانی مقتدا صدر دایران په ضد د بندیزونو پشمول دامریکا په لاسوهونکو او تیریګرو سیاستونو په سختو نیوکو سره داپوښتنه مطرح کې ده چې مسلمان ملتونه تر څو د ټرمپ او نتن یاهو تر ظلم اوشکنجو لاندې او په ټیټو سترګو سره ژوند وکړی ، باید مسلمان ملتونه ویښ شی او خپل برخلیک پخپل لاس کې واخلی . دسورئې ملت دترهه ګرۍ او ظلم او کړاؤ څخه تر پوزې راغلی ، دلیبیا ملت له داخلی ویجاړونکی جنګ سره لاس اوګریوان دی،دبحرین ولس آزادی غواړی ،دیمن ملت هماغه راز له داخلی شخړو او بهرنیو لاسوهنو او بوږنونکو لوږو او قخطیو دمرګ تر خولې ورغلی ، دسوډانا ملت ژوندغواړی ،خو ځواب ئې د متخصصانو او مخالفانو په وژلو سره وینی ، دالجزایر ولس د لاښه راتلونکی هیله لری ،خو راتلونکی ئې نامعلوم دی ، آخر تر کومه به مسلمانان ویدۀوی ؟.
د قطر پخوانی لومړی وزیر حمد بن جاسم آل ثانی له ډیلی ټیلیګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی ، د داعش زیاتره ترهه ګر او جنایتکار دسعودی عربستان ښاریز دی .
ټیلیګراف ورځپاڼې پخپل یوه وروستی راپور کې وئیلی دی ، د کانګرس له مخالفت سره سره د امریکا د ټرمپ حکومت په همداوروستیو کې په عربستان او اماراتو د پوځی وسلو اوتجهیزاتو دخرڅولو بهیر چټک کړی دی ، او دغه راز ئې دعربستان په داخل کې د پرمختللو بمونو او د پُرزو دجوړولو حکم هم صادر کړی دی .
***************************
= دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دسوډان په پلازمینې خرطوم کې د وروستیو عامو وژلو یوه عینی کتونکی لړزونکی احصائې ښودلی او وئیلی ئې دی ، پر عامو او اعتراض کونکو خلکو د سوډان دپوځیانو د بې آمانه او وحشی ډوله یرغلونو د وژلو شمیر څه دپاسه پنځه سوه تنه د ی او د پوځ مامورانو ددغه جنایت له ترسره کولو وروسته زیاتره مړی د نیل سین ته غورځولی دی .
په اروپائی اتحادئې کې د روسیې استازی ولادیمیر شیزوف وئیلی دی ، که ټاکل شوې نه وه دامریکا په بندیزونو سترګې پټې شی او دایران اقتصادی ګټې پوره شی ، نو له ایران سره دتجارتی آسانتیاؤ لپاره د اروپایانو د مالی لارو چارو د آسانولو د نظام یا اینسټکس دڅه لپاره رامینځة شوی دی ؟
دامریکا په خارجه وزارت کې دایران په ضد دایکشن کمیشن مشر برایّن هوک له ملنډو په ډکو یولړ څرګندونو کې مدعی شوی ، په توغندوی اوپوځی ډګرونو کې دایران بریاوې جعلی او دفټو شاب په پاڼه دی او هیڅ حقیقت نه لری .
د امریکا د کانګرس مشرې نینسی پلوسی په تیرې میاشتې کې دا مریکا د کارکسب په باب د راپور د خپریدا په غبرګون کې د ټرمپ حکومت په بې وسۍ او نالایقتوب او دامریکا داقتصادپه تباه کولو تورن کړی دی او وئیلی ئې دی،باید دامریکا د راتلونکی په باب غور اوفکر وشی .
دسورئې پوځ او دمقاومت ځواک مبارزانو په حماه ولایت کې د تکفیری ترهه ګرو له سپیرومنګولو یو شمیر سټراټژیک کلی آزاد کړی او د ادلب او ځینو نورو پوله ایزو سیمو لارو کنټرول ئې پخپل اختیار کې اخستی دی . په دغو عملیاتو کې د تکفیری ترهه ګرو په لسګونو جنایتکار هلاک شوی او دهغوی زیات شمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی او تجهیزات هم تباه شوی دی .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د نیکمرغه کوچنی اختر له خوشالیانو سره په یووخت په بیلابیلو سیمو کې د جنګ اوجګړو ویجاړونکی څپې هم روانې وې او په ځینو سیمو کې اوسیدونکو د اختر دلمانځلو په ځای د خپلو بچیانو د جنازو دستورې جوړې کړی دی
دا هم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفونی تماس کې په دوو اړخیزو تجارتی مبادلاتو کې دملی کرنسۍ پر استفادې ټینګار کړ ی دی .
دجرمنی خارجه وزیرهایکو ماس عراق ته په سفر سره د دغه هیواد له ولسمشر برهم صالح سره په کتنې کې دسیمې دسولې او ثبات په پیاوړتیا کې د بغداد رول وستایۀ .
روسیا الیو م له قوله تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، دامریکا دپوځ په سمندری ځواک کې د خودکشۍ اندازه په اوڅاره توګه زیاته شوې ده . په دغه راپور کې وئیل شوی دی،هغه څیړنه چې په همداوروستیو کې شوی ښئ ، په تیرو څو کلونو کې د امریکا په سلګونو سمندری پوځیانو پخپلو وسلو سره ځانونه وژلی او یائې په نورو رودو سره خپل ژوند پای ته رسولی . دا هم وئیل شوی ، چې ددغو پوځیانو د خودکشۍ علتونه زیاتره سټریس او زیاتې خرڅې اعلان شوی دی .
د عراق یوه روحانی مبارز مقتدا صدر د امریکا او اسرائیلو د جنایتونو په دوام په سختو نیوکو سره وئیلی دی ، باید اسلامی امت نور راویښ شی او خپل برخلیک پخپل لاس کې واخلی او له هغو جنایتکارو او تیریګرو غچ واخلی ، چې د دوی په هیوادونو کې د داخلی شخړو درامینځةکولو هڅې کوی .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان یو ځل بیا د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودی ته دسولې د خبرواترو وړاندیز کړی ، خو وئیل کیږی ، چې هندی لومړی وزیر دهغه دغه وړاندیز رد کړی دی .
*****************
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د بیلابیلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړی دی.
مسیر ورځپاڼې د جګړې شدت او د سولې د خبرو د برخلیک تر عنوان لاندې په خپره کړې مقاله کې لیکلی دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په نږدې وخت کې د سولې د اووم پړاو خبرو لپاره قطر ته ځی او هلته له طالب استازو سره خبرې کوی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی دی چې که څه هم ښاغلی خلیلزاد ویلی دی چې دا ځل به خبرې ډېرې متفاوتې وی او ځینی مسایل به وروستی کړی، خو تېرو خبرو ته په کتو سره ،آیا دا ځل به رښتیا هم په خبرو کې کوم پرمختګ وشی؟
د سرمقالې لیکوال لیکی، خلیلزاد داسې مهال قطر ته ځی چې اوس مهال د سولې خبرې له جدی خنډونو سره مخ دی او دواړو اړخونو په ځانګړی ډول امریکا پر طالبانو خپل پوځی دباؤنه زیات کړی دی.
سرمقاله لیکونکی لیکی چې امریکا له طالبانو غوښتنه کوی چې اوربند وکړی او تاوتریخوالی کم کړی، خو له خپله اړخه یې تاوتریخوالی زیات کړی دی چې دا هر څه د سولې په خبرو ناوړه اغېزه لری.
د سرمقالې لیکوال غوښتنه کوی چې په اووم پړاو خبرو کې باید زیات شمېر مسایل وروستی شی، طالبان باید خلیلزاد ته واضح ووایی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې نه استعمالولو بحثونه باید وروستی شی، همدا شان باید خلیلزاد په اوربند او له افغان حکومت سره په خبرو ټینګار وکړی.د سرمقالې لیکوال باور لری چې که اووم پړاو خبرې هم له ناکامۍ سره مخ شی، نو شاید نور دا بهیر په ټپه ودرېږی.
ملی ارمان ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د نوم لیکنې تقویتې پروګرام په اړه چې تېره ورځ پیل شو، مقاله خپره کړې او لیکلی یې دی چې دا پروسه کولای شی چې د ولسمشریزو انتخاباتو په پروسه کې د خلکو ګډون زیات کړی.
د سرمقالې لیکوال لیکی چې دا پروسه باید په سم شکل مدیریت شی، ځکه د سرمقالې لیکوال باور لری چې که پروسه سمه مدیریت نه شی، نو شاید یو وار بیا د تېر ځل په شان په دې پروسه کې پراخې ستونزې پیدا شی.
سرخط ورځپاڼې هم خپله سرمقاله انتخاباتی مسایلو ته ځانګړې کړې ده او لیکلی یې دی چې که څه هم د انتخاباتی کمېشنونو ټول غړی له دندو لېرې شول او پر ځای یې نوی کسان وګمارل شول، خو انتخاباتی ستونزې لا هم پر ځای پاتې دی.
د سرمقالې لیکوال لیکی چې د انتخاباتو د اوسنیو چارواکو کړنو ته په کتو ویل کېدای شی چې دوی هم د تېرو کمیشنرانو پر پل، پل ګدی او راتلونکی انتخابات به هم له ستونزو خالی نه وی.
دنیا ورځپاڼې بیا د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو او حکومت ترمنځ اختلافاتو ته اشاره کړې او لیکلی یې دی چې دغه اختلافات به افغانستان یوی نوی بحران ته ننباسی.
د مطلب لیکوال د یو شمېر کارپوهانو له قوله لیکلی دی چې که څه هم دواړه لوری خپلو شخصی ګټو ته ژمن دی، نه د ولس او ملت ګټو ته، خو لیکی چې باید سیاسیتوالان او د حکومت مشران دغه ستونزه درک کړی او حل لاره ورته ولټوی.