د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82837-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو ،په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځّینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو تر پایه راسره ملګرتیاوکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2019 08:04 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو ،په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځّینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو تر پایه راسره ملګرتیاوکړئ .

دتهران ورځپاڼو په سر کې دا هم جمهوری  اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د مشهد مقدس د قدس رضوی آستان له منجَوَر  سره  په کتنې کې  د حضرت امام رضا علیه ا لسلام د سپیڅلی حرم  د ز یارتوالو    دلا ښه او غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره له هغوی سره د بشپړ مرستې  هوډ کړی دی .

ورځپاڼې په دوام  کې لیکلی دی ،د اسلامی  ایران دحکومت  ویندوی علی ربیعی پرون پخپل لومړنی خبری کنفرانس کې د ایف ائی ټی  ایف  د مسودې د تصویبیدا په باب  ووئیل،په نړۍ کې د مونږ دوستان مونږته په زغرده  وائی  چې  که  په مالی چارو کې د شفافیّت او د پلمو   په لاس کې  د نه  ورکولو په لور لازیات حرکت وکړو ،نو  لازیاته دمونږ په ګټه ده  او فطعا  په حکومت کې   له بیلابیلو اړخونو د هغو تاوان لیدونکی اړخونه په  نظر  کې نیول کیږی  او په دې باب لازیات ځیر یوو .

 د یمن  د وسلوال پوځ ویندوی جنرال یحی سریع  د عربستان په آبها او جیزان  کې په هوائی ډګرونو  د بې پیلوټه الوتکو له بریالیو حملو وروسته په یو لړ څرګندونو کې   آل سعود رژیم او سعودی ائیتلاف  ته خبرداری ورکړی ، کلابندی دې ختمه کړی ،  که داسې نه وی ،نو  ددغه  هیواد پوځ او ولسی مبارز ځواک له خوا به  ډیرې دردونکی حملې ووینی .

د تیونس په پلازمینې کې  په زرګونو مظاهره چیانو   دغه هیواد  ته د اسرائیلی پلاوی په سفر په اعتراض کې سترې مظاهرې کړی او د صهونیسټ رژیم  بیرغ ته ئې اوور اچولی او د ټوریزم د وزیر طرابلسی د څنګة کیدا غوښتنه ئې کړې ده .

خبرو سرچینو  د جولان پشمول  په نیواکی ټاټوبو کې د وحشی صهیونیسټی رژیم  دپوځ دپراخو  مانورو دپیلیدا خبر ورکړی   او وئیلی ئې دی ، تیریګر صهونیسټی رژیم  دیوې  سترې حملې لپاره ځانونه تیاروی .

د امریکا د استخباراتی ادارې سی ائی  اې  پخوانی مشر لئون پانیټا وئیلی دی ، دامریکا ولسمشر ددې خبرې په  کولو سره چې  دیوه بهرنی حکومت مرسته به ومنی ،  دولسمشر په توګه  ئې دخپل سوګند یا لوړې خلاف  ورزی کړې ده ،چې باید ډیر زر  دې مواخذه شی .

دسورئې  پوځ او مقاومتی ځواک  د  ادلب او حماه ولایتونو په ځینو برخو کې له تکفیری ترهه ګرو یو شمیر نوره سیمې هم پاکې کړی او دهغوی  په لسګونو  په سترو وسلو سنبال  ګاډی او نور پوځی تجهیزات ئې هم تباه کړی او په دغو عملیاتو کې ئې   دوویشت تکفیری  ترهه ګر هم هلاک کړی دی . 

*********************

=     دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  په امریکا کې د اقتصاد او سولې  یوې موسسې پخپل یوه وروستی راپور کې وئیلی دی ، افغانستان  له اتلسو کلونو شخړو او ترینګلتیاؤ وروسته په نړۍ کې په بې ثباتۍ او ناکرارۍ کې لومړی مقام ګټلی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی  دناټو ځواک یوه لوړپوړی پوځی  چارواکی  خبرداری ورکړی ،که  دغه موسسه  په چټکۍ سره  د  هغو وراستو بیړیو په ځای د نورو بیړیو  د راوستو لپاره چې  ای  اې ۳ ډ وله آواکس جاسوسی  څوارلسو الوتکو وړونکی دی ،  کومه لاره چاره ونه لټوی ، نو  له ډیرو زیاتو لګښتونو سره به مخامخ شی او تاوانونه به هم نه جبرانیدونکی وی .

 د سوډان  دپوځی شورا مرستیال  د امریکا له میل خپرونې سره په خصوصی خبرو کې  قدرت ته  د هغه د ګروهنې  خبره کړې او وئیلی ئې  دی ، که  هغه دقدرت پر ګدۍ کې نه نی ، نو  سوډان به له مینځه لاړ شی ، او بیا به ئې د ویشل کیدا مخه څوک ونه نیسی .

سی این این خبری چینل راپورورکړی ،په تورې سره د عربستان د یوه تر ټولو وړوکی سیاسی بندی مرتجی  القریریص دپانسۍ لپاره د  آل سعود رژیم  دفیصلې په باب ددغه  وحشی رژیم  په ضد دنړۍ دعمومی افکارو د دباؤنو په ډیرې زیاتیدا پسې  ریاض دغو دباؤنون ته تسلیم شوی او   ددغه زلمی  دپانسی کولو له فیصلې ئې شاتګ کړی دی ، وئیل کیږی چې  په ۲۰۱۱کال کې کله دغه زلمی  نیول شوی ؤ نو  هغه   شپاړس کلن ؤ

دامریکا نیوز ویک خپرونې لیکلی دی  اسرائیل ،امارات ، عربستان او حتی امریکا  په عمان سمندر کې د تیلی کشتیو دبم چاودنې په پیښې  کې ورانکار عوامل کیدلی شی .

او د ایران  د والی بال لوبو ملی لوبډلې پرون ناوخته  د ملتونو دلیګ په لوبو کې  د روسیې د والی بال ملی  لوبډلې ته دصفر په مقابل  کې په درو  ګیمونو سره ماتې ورکړې او دغه راز د نړۍ د ملتونو دلیګ په لوبو کې په ۲۴ امتیازونو سره  د درستو ټیمونو په سر کې  باقی پاتې دی .

***********************

=    داهم د تهران  ایران  ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې  ئې لیکلی دی ، د جاپان  دحکومت لوړپوړو چارواکو  وئیلی دی ، په عمان سمندر کې د  دوی په تیلی کشتیو باندې د ایران  له خوا د حملې  په باب د امریکا سندونه او مدرکونه  دمنلو وړ نه ګڼی  او باوری دی ، دغه مدرکونه کافی نه دی  او باید  ددغو مدرکونو په اساس په ایران تور  و نه لګیږی .

 د یمن دپوځ او  ولسی مبارزو کمیټیو  اړونده مسئولانو   په زغرده وئیلی دی ، راتلونکی شپې ورځې  د عربستان او متحده عربی اماراتو   لپاره ډیرې دردونکی کیدلی شی ، که دغو تیریګرو   دیمن کلبندی پای ته ونه رسوله ،نو  باید دوی دې پوه شی ،  چې  د د غو دواړو هیوادونو کابو د درې زره حساسوا و مهمو پوځی اوتیلی مرکزونو په نښه کول  به پیل  کړی او د یمن د پوځ او مبارزو کمیټیو  د توغندوی  یونټ شیشت  په دغو ځایونو متمرکز شوی دی .

 په دې باب د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن  له څرګندونو پنځه ورځې وروسته، چې  امریکا  دبهرنیو یرغلیزو سایبری عملیاتو په حال کې  ده ،  نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې وئیلی دی ، واشنګټن  د  روسیې  دبریښنا  تر چینله نفوذ کړی دی .

 دچین او امریکا تر مینځ د اقتصادی  جنګ  اوج ته له رسیدو وروسته  د امریکا ئی چارواکو سرزورۍ لامل شوی  دهندوستان او امریکا ترمینځ  تجارتی جنګ هم  په راپورته کیدا شوی  او د دواړو هیوادونو  دچارواکو ترمینځ  دخولې ترینګلتیاوې په زیاتیدو دی .

************************

=    اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له  انټرنیټه مو راخستی اوله تاسو سره ئې هم شریکې کوو .( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل  دریځونه دی ).

د کابل  چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو   د افغان سولې په اړه وروستیو هلو ځلو او انګلستان ته د افغان ولسمشر اشرف غنی د سفر په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړی دی.

=    مسیر ورځپاڼې له حکومت سره د طالبانو د خبرو نه کولو ربړه به څنګه هواریږی؟ په عنوان په خپره کړې سرمقاله کې د افغانستان د سولې د عالی شورا د چارواکو له قوله لیکلی دی ، طالبان لا هم له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه‌دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی که څه هم د زلمی خلیل‌زاد په ګډون یو شمېر هېوادونو هڅې وکړې چې طالب استازی له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوی خو ښکاری داسې چې دوی ټول په‌دې چاره کې ناکام شول.

سرمقاله لیکونکی لیکی چې اوس خلیل‌زاد له طالبانو سره اووم پړاو خبرې پیلوی، باید د مسئلې افغانی اړخ معلوم شی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوی چې که طالبان په هېڅ صورت له افغان حکومت سره خبرې نه‌کوی، نو په‌کار ده چې د حکومت په بدیل فکر وشی.

=   ملی ارمان ورځپاڼې د طالب استازو او زلمی خلیلزاد ترمنځ د اووم پړاو خبرو ته چې په نږدې وخت کې به پیل شی اشاره کړې او لیکلی یې دی چې زلمی خلیل‌زاد له کومو لاسته راوړنو سره اووم پړاو خبرو ته داخلېږی؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلی چې که څه هم د ښاغلی خلیل‌زاد په غوښتنه زیات شمېر طالب زندانیان له زندانه ازاد شول، خو طالبان لاهم له حکومت سره خبرو ته نه‌دی چمتو.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې په اووم پړاو خبرو کې به خلیل‌زاد ډېره هڅه وکړی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته اماده کړی، خو سرمقاله لیکونکی لیکی که ښاغلی خلیل‌زاد دا وار هم په‌دې چاره کې ناکام شو، نو د سولې خبرې به مبهم حالت ته لاړې شی.

=   هشت صبح ورځپاڼې بیا انګلستان ته د افغان ولسمشر غنی سفر ته اشاره کړې او لیکلی یې دی دغه سفر ښیې چې انګلستان د افغانستان امنیت او بیارغونې ته ژمن دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلی چې انګلستان یو وار بیا د تېر په څېر هڅه کوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړی.

سرمقاله لیکونکی لیکی چې د انګستان له سفر وروسته به د سرطان په شپږمه   ښاغلی غنی اسلام‌اباد ته لاړ شی او د دې هېواد له صدراعظم او د پوځ له مشر سره به وګوری.

خو د سرمقالې لیکوال لیکی چې ایا دا  وار پاکستان په رښتیا هم د سولې په پروسه کې له افغانانو سره مرسته کوی؟

د سرمقالې لیکوال باور لری چې د پاکستان صدراعظم له افغانستان او هند سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی ځکه د سرمقاله لیکونکی په وینا عمران خان هڅه کوی چې د دې هېواد اقتصاد په پښو ودروی او دا چاره له افغانستان سره له مرستې پرته ځکه ناممکنه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان د مینځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلیدای شی.

خو وړاندې په سرمقاله کې راغلی چې د پاکستان پوځ او استخبارات بیا نه غواړی چې افغانستان باثباته شی او په خپلو پښو ودریږی.

=   او هېواد دولتی ورځپاڼې هم انګلستان ته د ولسمشرغنی سفر مهم بللی او لیکلی یې دی چې دواړه لوری به د   دوه اړخېزو همکاریو او په ځانګړی ډول په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په څرنګوالی خبرې وکړی.