ورځپاڼو ته کتنه 2-4-98
https://parstoday.ir/ps/news/world-i82952-ورځپاڼو_ته_کتنه_2_4_98
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 23, 2019 12:29 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 2-4-98

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخولو دغې ورځپاڼې وليکل: د ایران خارجه وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف او د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو د ګډې ملګرتیا سټراټیجیک سند لاسلیک کړ .

د ایران خارجه وزیر په دغه ګډه غونډه کښې چی د اصفهان په تاریخی ښار کی ترسره شوه ، په دې باندې په تاکيد سره چی د تهران او انقرې تعلقات په سمه لاره او په پراخیدو دي ، وویل ایران ته د ترکیې د خارجه وزیر سفر د دواړو هیوادونو د سټراټیجیکوتعلقاتو د طراحۍ لپاره ډیر مهم دے .

د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو هم جوته کړه  ترکیه په ټولو سیاسی ، اقتصادی او کلتوری حوزو کښې له ایران سره د تعلقاتو پراختیا او ژورتیا ته کلکه اراده لري  .

 

د انرژۍ ، بېنکي او ټوریزم برخو کښې د ملګرتیا پراختیا ، د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو په تیره بیا د سوریې ، یمن د حالاتواو په  فارس خلیج کښې د وروستیو بدلونونو جاج د ظریف او اوغلو ترمینځ د خبرو اترو له چورلیزونو وو .

د ایران او ترکیې تعلقات په وروستیو کلونو کښې د سټراټيجکوتعلقاتو  ډګر ته ورداخل شوي دي . د سیمې د مسلو په زمینه کښې د دواړو هیوادونو  ګډ نظرونه او هم د اقتصادی ملګرتیا سترو ظرفیتونو  لوړې سویې ته د دغو تعلقاتو د لوړاوي لپاره بهترین فرصت برابر کړے دے .

---------

د تهران چاپ يوې بلې اطلاعات ورځپاڼې د الميادين ټي وي چېنل د رپوټ له مخې وليکل: د امریکا  آر کیو ۴ډوله  ماډرن جاسوسی ډورن الوتکه  دقیقا په هماغه سیمې کښې نسکوره شوې چې دامریکا وینسنس  جنګي بیړئ  د  ۱۹۸۸کال   دجولائۍ په دریمه نیټه   دایران مسافري الوتکه  په نښه کړې او نسکوره کړې وه . په دغې مسافری الوتکه کې د شپیتو ماشومانو پشمول  دوه سوه نوي مسافران  سوارۀ وو ، چې ټول پکښې شهیدان شوي وو .

--------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې بيا د ملېشيا د وزيراعظم مهاتير محمد له قوله وليکل: مهاتیرمحمد پرون په بېنکاک کښې د جنوب ختیځې اېشیا دهیوادونو د اتحاديې (آسه آن )  د سرمشریزې غونډې په څنډه کښې  دایران په خلاف  بلاغوښتنو په باب امریکائي چارواکو ته د خبرداري په  ورکولو سره  وئیلی دي ، د ایران په خلاف دامریکې د تیروتو محاسباتو زیاتیدونکې خطرې  د یو نړیوال جنګ  سبب کیدې شي .

 هغه زیاته کړې ،که  دوي جنګ ته داخل شي،نو د امریکې په خلاف به یوازې ایران نه وي ،بلکې نور هغه هیوادونه  چې نه غواړي،له ایټمی وسلو څخه د ا ستفادې کتونکي شي محبوره  شي ،دعمل ډګر ته ورودانګي  او  بند يې کړي .

-------

د تهران چاپ نننيو اکثرو سپورټي ورځپاڼو او د نورو ورځپاڼو سپورټو برخو د ايران د اسلامي جمهوريت د واليبال ملي ټيم د کاميابيوپه اړه خبرونه ورکړي دي په دغو خبرونو کښې راغلي دي: د ایران واليبال ملی ټیم د ملتونو د لیګ وروستيو لوبو ته رسیدونکی وړومبی ټیم شو.

د ایران د والی بال ملی ټيکم چې بیګا يې د ایران په اردبیل کښې  د ملتونو د لیګ د څلورمې اونۍ په لوبو کښې آسټریلیا ته د صفر په مقابل کې په دريو سره  درنه ماتې ورکړه وروستيو لوبو ته ئې   د وړومبۍ ډلې په توګه لاره وموندله.

د ورځپاڼود رپوټونو له مخې دایران  د والی بال ملی لوبډلې  تر دې دمه د آسټریلیا، پرتګال ، روسیې ، پولیند،کینیډا،ایټالیا ،جرمنی،چین ،آرژانتین او جاپان  ملی لوبډلو ته په ماته ورکولو او  یوازې له برازیله  په ماتې خوړلو سره  د ۲۰۱۹کال  دملتونو دلیګ  دسیالیو   په سر کښې ځاے  ترلاسه کړے دے .

ټاکل شوې ده،د ۲۰۱۹ کال  د والییبال   د ملتونو د لیګ د وروستيو سیالیو مرحله  د جولائۍ له لسمې نه تر څوارلسمې پورې   د شپږو لوبډلو په شتون سره په ا مریکه کښې ترسره شي .

----------

د پاکستان جنګ ورځپاڼې د يو خبر له مخې د پاکستان او قطر د تعلقاتو په اړه وروستۍ اعلانيه جاري شوه. د خبر له مخې د پاکستان د وزيراعظم له دفتره خپره شوې خبر پاڼه کښې ويل شوي دي پاکستان ته د قطر د امير د سفر په موقع د عمران خان او تميم بن حمد الثاني په مشرۍ غونډه کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ په وروستۍ اعلانيه کښې په مختلفو برخو کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو په پراختيا تاکيد و شو.

ورځپاڼې وليکل: ايران د امريکې ډرون ته د سهولت په ورکولو په متحده عرب اماراتو سخت اعتراض وکړ.

خبر زياتوي ايران په تهران کښې د اماراتو  قائمقام سفير خارجه وزارت ته په احضارولو سره د امريکې ډرون ته د سهولت په ورکولو سره دغه هېواد ته د ايران سخت احتجاج وړاندې کړ.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل ايران د امريکې د تباه کړې شوې ډرون جاسوسي الوتکې ټوټې په مېډيا کښې نندارې ته کېښودې او ثابته يې کړه چې دغه الوتکه د ايران حدودو ته ننوتلې وه.

--------

د پاکستان يوې بلې دنيا ورځپاڼې د دغه هېواد په مري کښې د افغان صلحې په اړه وليکل په دغه غونډه کښې د افغانستان مختلفو حکومتي او سياسي چارواکو او همدارنګ د پاکستان ځينو چارواکو په ګډون سره د افغانستان د صلحې لپاره په هلو ځلو تاکيد وکړ.

د ورځپاڼې دليکنې له مخې د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي وويل، د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن د دواړو هېوادونو ترمېنځ ښو تعلقاتو ته زيان رسولے دے. پکار دي د امن لپاره هلې ځلې زياتې کړې شي.

په دغه غونډه کښې د محقق، خليلي، عطاء نور، ګلبدين په شمول افغان مشرانو وويل، ځينې قوتونه مونږ د خپلو ګټو لپاره استعمالول غواړي چې پکار دي خاص خيال يې وساتل شي او د هغوي په فرېب کښې رانه شوو.

------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل، د خېبر پښتونخوا صوبې شپږ زره څلور سوه څلور اتيا خطيبانو او د جومات امامانو د حکومت لخوا د مياشتنۍ وظيفې يا اعزازي رقم له اخېستلو انکار وکړ.

دا په داسې حال کښې دي چې د حکومت لخوا د دغې صوبې پينځلس زره د جوماتونو امامانو او دوه سوه درې نوي اقليتي مذهبي مشرانو ته د مياشتنۍ نغدي وظيفې ورکولو فېصله کړې ده.

-------

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په پاکستان کې د افغان سولې د ناستې په تړاو لیکنې او تبصرې کړي دي.

مسیر ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان مثبت رول لوبول حیاتي دی، ځکه پاکستان په دولتي کچه د وسلهوالو طالبانو تر ټولو ستر ملاتړی دی.

د لیکوال په اند که پاکستان د ستراتیژیک عمق تګ‌لاره بدله کړي او په رښتینولۍ د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغان کړکېچ د سولې لپاره پیل شوی، افغانستان ثبات ته رسېدلی شي.

------

د اصلاح دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې باید صادقانه ګام پورته کړي.

لیکوال د افغانستان د سولې په تړاو په پاکستان کې غونډې ته په اشاري سره لیکلي، که پاکستان په رښتیا هم وغواړي په افغانستان کې شته ستونزې ختمې شي د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي، نو له همدې ځایه دې پيل کړي.

------

انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه کړې د سیمې هېوادونه باید فرصتونه له لاسه نه ورکړي، که نه وي نو درنه بیه به یې ادا کړي.

---------

وېسا ورځپاڼې بيا وليکل: د سولې ولسي حرکت د هلمند په مرکز لښکرګاه د یوې غونډې پرمهال له حکومت او وسلوالو طالبانو څخه یو ځل بیا د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

د وسله والو طالبانو سیمو ته د دې حرکت له ورتلو وروسته دا لومړۍ غونډه ده، چې په لښکرګاه کې جوړیږي. دغې غونډې ته له مرکز او ولسوالیو څخه ګڼ شمېر سپین ږیري او ځوانان ورغلي وو.

د سولې ولسي حرکت غړي د ملي یووالي پر حکومت نیوکه وکړه چې د سولې او پخلاینې لپاره روښانه ستراتېژي نه لري او ډېر وخت يې په پالیسیو کې بدلونونه راځي؛ نو له همدې کبله د سولې خبرې پر یوه معیار نه دي برابرې.