د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
(last modified Tue, 25 Jun 2019 07:36:07 GMT )
Jun 25, 2019 12:06 Asia/Kabul
  •  د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو . په پیل کې هم درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورخپاڼې وړاندې کوو ،نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

داهم د تهران ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دلبنان په بیروت کې  په یوه سیمنار کې  کابو سلو لبنانیو اوفلسطینیو روحانیونو او دینی عالمانو  د پیړۍ له معاملې سره ملګرتیا حرامه بللې  ده .  

 ورځپاڼه په دوام کې لیکی ، داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  ټینګار کړی ، هغه  هوافضا ضد دفاعی سسټم چې د امریکا آرکیو ۴ډوله ډرون الوتکه ئې  دفارس خلیج  په ایرانی سمندری حدودو کې نسکوره کړې ، په بشپړ ډول  دایرانیانو متخصصانو په لاس جوړ شوی  سسټم دی .

دجرمنی خارجه وزیر هایکو ماس  په لویدیځی آسیا سیمې کې  د تاؤتریخوالی  دختمولو په ضرورت په ټینګار سره  وئیلی دی ، هغه سټراټژی چې  امریکا وړاندې کړې ده ،  هماغه  دتیر وخت په څیر  پر ایران  داقتصادی دباؤنو  اعمالول دی ، هیڅوک په سیمې کې جنګ نه غواړی ،په دې زمینې کې باید  هڅه وکړائ شی  او هغه  کار چې باید و کړئ شی ،  دادی چې  تاؤتریخوالی کم  کړو .

 د روسیې  دولسمشر ویندوی دمییتری پسکوف  دایران په ضد  دتازه بندیزونو  د لګولو لپاره د امریکا په فیصلې په غبرګون کې  ټینګار کړی ،  د ایران په ضد دامریکا بندیزونه غیر قانونی دی .

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ یو ځل بیا  د عربستان له ولی عهد سره په سپکاوی کونکو ټیلیفونی خبرو کې چې  دایران  د هوافضا ضد دفاعی سسټم  په وسیله د ایران دهرمزګان  ولایت  دکوه مبارک سیمې  دپاسه  داسلامی ایران  د ټاټوبی د هوائی حریم   له خلاف ورزۍ وروسته د  امریکا دګلوبل  هاؤک آر کیو ۴ ډوله  بې پیلوټه   الوتکې   له نسکوریدا وروسته  ترسره شوی ، د سعودی عرب د ولی عهد  محمد بن سلمان  سره په بې احترامۍ او سپکاویو سره یادونه کړې  چې د تاسو ساتل ډیر لګښت لری ،باید نوره  پیسې  هم راډالۍ کړئ  او باید ځنډ پکې ونشی .

 د یمن  دپوځ او ولسی مبارزو کیمیټیو  توغندوی یونټ یو ځل بیا د عربستان د جیزان اونجران  اودغه راز  آبها هوائی ډګرونه  په ځای  بالیسټیک توغندیو وویشتل  او وئیل کیږی چې  له تیرو دوو ورځو راهسې په دغو هوائی ډګرونو  کې  پوځی فعالیتونه  په تیره بیا د  هغو جنګی الوتکو فعالیتونه چې  دیمن په مظلومو خلکو په ورځې کې په  لسګونو ټنه بارود وروی ،  په ټپه دریدلی دی.

***********************

=   داهم کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګنې کې ئې  د امریکا د ولسمشر له خوا دعربستان د آل سعود رژیم د سپکاویو په دوام کې  لیکلی دی ، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په فارس خلیج کې د نورو هیوادونو دساتلو لپاره دامریکائی پوځ او جنګی بیړیو شتون تر ډیره حده دمونږ په تاوان دی  او باید هغه هیوادونه چې  مونږ ئې ساتو  د ساتنې لګښت ورکړی ،  د عربستان  چارواکو سره مو په دې باب  خبره کړې ، چې د تاسو ساتل لازیات لګښت غواړی  اوباید  ورئې کړئ چې  هغوی   هم سملاسی موافقت کړی دی .

 دنیجریه  خلکو یوځل بیا  ددغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې  دسوله ایزو مظاهرو په جوړولو سره دخپل رهبر شیخ ابراهیم زکزکی او دهغه د ماندنې د خوشی کولو غوښتنه کړې ده .

 واشنګټن پوسټ ورځپاڼې   لیکلی دی ، د امریکا ولسمشر ټرمپ د زمری په شان  غوریږی ، خو بیا د ویریدلی پَشې  په شان عمل کوی .

 د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف له نشه ایزوموادو سره  د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت  په سیمنار کې  چې  له نشه ایزو موادو سره دمبارزې  دکمیشن په   ودانۍ کې ترسره شوی ،  وئیلی دی ، ارکیا او ځینی لویدیځوال هیوادونه   له نشه ایزو موادو سره په  مبارزې کې  د خار پار  مسئول دی .

 د ایران د اسلامی  جمهوریت  د پوځ   د هوائی ځواک قوماندان سردار امیر خانزادی  روښانه کړې ،  که امریکائی تیریګر بیا د اسې کوم تیری وکړی نو  غاښ ماتونکی ځواب به بیا ووینی .

 د  ایران د اسلامی جمهوریت د قضائی  قوې مشر ابراهیم ریئسی   د ایران له ولس سره د ټیلیویژنی خبرو له لارې  په خطاب کې وئیلی دی ، داسلامی انقلاب پر معظم لارښود سربیره  دایران ولس ته به  دخپلو شتمنیو باب راپور وړاندې کړم .

ګلوبل ټایمز خپرونې  د امریکا د ډیرې ماډرن آرکیو ۴ ډوله ډرون الوتکې  په نسکورولو کې دایران قدرتمند   او کوټلی اقدام ته په اشارې سره  لیکلی دی ،  ایران ،دچین او روسیې په ملګرتیا سره  دامریکا په وړاندې یو وسپنیز مثلت جوړ کړی دی .

=    دا هم  د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ  ګڼې کې ئې  لیکلی دی ، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  پرون  یو ځل بیا  دبل اجرائی فرمان په لاسلیکولو سره ، د ایران په ضد نوی  بندیزونه لګولی دی ، البته مدعی شوی دی چې  غواړی له ایران سره کومې موافقې ته ورسیږی .د ټرمپ  داجرائی فرمان  له لاسلیک کیدو څو دقیقې وروسته د  امریکا د خزانې وزیر سټیو منوچین   د خبریالانو په ټول کې حاضر شوی او  وئیلی ئې دی ، چې  تازه بندیونه  د ایران د شتمنیو نور په میلیارډونو ډالری شتمنۍ تړی .  د امریکا  د ولسمشر  له خوا په نوو بندیزونو کې  د اسلامی انقلاب  دمعظم لارښود  ، د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د یوشمیر قوماندانانو او دغه راز دپوځ  یو شمیر قوماندانانو نامې هم ترسترګو کیږی ،  دامریکا د ولسمشر دغه  اقدام  ته په پام سره د ایران د خارجه وزارت  ویندوی عباس موسوی  بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،داسې ښکاری چې د امریکا دغه اقدام ښئ د امریکا یو اړخیزبندیزونه نور بندون ته رسیدلی او هیڅ شی ورسره پاتې شوی نه دی .

 د ایران د حیواناتو د چارو د ادارې مشر علی رضا رفیع پور وئیلی دی،د ایران د سیستان اوبلوچستان پانګوال دې دغه ولایت ته  له پاکستانه د غوښې  د   وارداتو چارې پخپل لاس کې واخلی  .

 د ایران د  موسمیاتو د ادارې عمومی مدیر  په  هیواد کې د  تر ټولو ګرمې یا  تاؤدې سیمې او  دتر ټولو سړې  او یخې سیمې   د وضعیّت په بیانولو سره  وئیلی دی ، نن به یعنی د  چنګاښ دمیاتشې په څلورمه نیټه به   په ایران کې  په اهواز کې تر ټولو  زیاته ګرمی او تودوخه تر  ۴۹سنټی ګریډ درجې پورې ورسیږی . له بل پلوه به  دایران تر ټولو یخې اوسړې سیمې  اردبیل  کې هم  تودوخه تر دیرشو سنټی ګریډ  پورې  ورسیږی .

=    اوس  هم راګرځو د  کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخسی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .( البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

د  کابل چاپ  ځینو نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعګانو ترڅنګ د رسنیو په اړه د وسله‌والو طالبانو تازه ګواښونو او د افغان سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې کړی دی.

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلی، که څه هم وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په هېواد کې د ټولنې پر یوه پوړ هم رحم نه‌دی کړی، خو اوس یې ټولو رسنیو ته غاښونه چیچلی او ترې غوښتی یې دی چې د دوی پر ضد له خپرېدونکو تبلیغاتو ډده وکړی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، په‌دې کار سره طالبان غواړی د دوی د ترهګرۍ، تاوتریخوالی او ظلم پر وړاندې باید نه غږ اوچت شی او نه یې هم په اړه عام خلک پوه شی او ټول فعالیتونه او اقدامات باید د دوی په خوښه وی ،څو عامه افکار د دوی تر سیوری او تبلیغاتو لاندې پټ پاتې شی.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور، داسې ښکاری چې طالبان نور د جګړې په ډګر کې کمزوری شوی او په اړه‌یې د ولس ذهنیت هم اوښتی، نو ځکه غواړی د دوی هر ناروا عمل باید تر خلکو ونه رسېږی او ښه لار هم پر رسینو فشار راوړل او محدودیت اېښودل دی.

ورځپاڼې په پای کې لیکلی:د رسینو مسؤلان، ملاتړی بنسټونه او نړېواله ټولنه باید د طالبانو د دغه اقدام پر وړاندې نه یوازې تُند غبرګون وښیې، بلکې هغوی وپوهوی چې د بیان ازادی ته درنښت وکړی او د رسنیو د فعالیت پر وړاندې خنډونه جوړ نه‌کړی.

=   ملی ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د رسنیو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو ګواښونه باید جدی ونېول شی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی، وسله‌‌والو طالبانو تازه هغو رسنیو ته چې د دوی پرضد تبیلغاتی اعلانونه خپروی خبرداری ورکړی چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې له خپلو دغو کړنو لاس په سر شی که‌نه نو تر برید لاندې به راشی.

ورځپاڼې لیکلی:که څه هم په رسنیو کې خپرېدونکی تبلیغات تر ډېره د پیسو په بدل کې ترسره کېږی، خو طالبانو یې پر وړاندې تُند عکس العمل ښودلی دی.

ورځپاڼې په سرمقالې کې لیکلی، وسله‌والو طالبانو دغه خبرداری په‌داسې حال کې ورکړی چې د سولې لپاره شپږ غونډې ترسره شوی او د خلکو هېله دا ده چې د دوی په دریځ کې به نرمښت راشی.

خو د ورځپاڼې د لیکوال په اند، طالبان د بیان ازادۍ ته ژمن نه‌دی او په همدې اساس خبریالانو ته د دښمن په سترګه ګوری او تر اوسه یې کړنې تُندې او له تاوتریخوالې ډکې وی.

د ورځپاڼې لیکوال لیکلی، دا ځل د حکومت دنده ده چې د ډموکراسۍ د پلی کېدو او ټینګښت لپاره مسؤلانه چلند وکړی او د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو امنیت خوندی کړی.

=      دنیا ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې لیکلی، پاکستانیو چارواکو افغان سیاستوالو سره ژمنه کړې چې د بین‌الافغانی خبرو لپاره به زمینه به برابروی.

خو ورځپاڼې د افغان پلاوی د یوه غړی هغه خبرې هم راخېستې چې ویلی یې دی د ډیورنډ کرښه دې نور د پاکستان او افغانستان ترمینځ د رسمی سرحد په توګه اعلان شی.

د ورځپاڼې لیکوال بیا لیکلی، د ډیورنډ په تړاو تصمیم یوازې او یوازې د دواړو خواوو ولسونه نیولی شی.

=      ویسا ورځپاڼې لیکلی، افغان سوله د ټاکنو په زولنو کې.

ورځپاڼې د سولې وروستیو هڅو ته په کتو لیکلی، ولسمشر غنی وېره لری که د سولې روان بحثونه تاوده شی، ښایې د ده د واک موده را لنډه او بیا ځلی د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې ونه‌شی.

خو د ورځپاڼې   لیکوال سپارښتنه کوی چې د دغې ستونزې د هوارې لپاره باید د ټاکنو لپاره ځانګړې او د سولې لپاره ځانګړې هڅې او تګ‌لارې مخکې شی.