د تهران او کابل ځینی نننیۍ ورځپاڼۍ
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ
داهم د تهران جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د امریکا یوه پخوانی ولسمشر جمی کارټر په ډ اګه وئیلی دی ډونالډټرمپ د ولسمشر په توګه رواوالی نه لری .
ورځپاڼې په دوام کې وئیلی دی ، دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دامریکا دولسمشر ټرمپ له خواخوا له ایران سره د خبرواترو وړاندیز د امریکاپه بې شرمیو او ناکامیو دبرغولی دکیښودلو او په ایران کې د نفسیاتی فضا د رامینځة کولو لپاره یوه چټی او دوکه بازه هڅه ده .
د امریکا یوه سوله غواړی او ټولنیز فعال آریل ګلډ د فلسطین په باب د بحرین دمنامې د غونډې د بې نتیجې پای ته په ا شارې سره وئیلی دی ، دفلسطنیانو اصلی مشکل اقتصادی ځوړتیا نه ،بلکې نیواکګری ده .
دایران داسلامی جمهوریت حکومتی کابینې دچینیانو لپاره دایران یو اړخیزې ویزې له ختمولو سره موافقه کړې او وئیلی ئې دی ، چینیان له دې وروسته ایران ته دسفر لپاره ویزې ته ضرورت نه لری .
د یمن په لسګونو زره خلکو د عربستان د تیریګر ائیتلاف د جنایتونو او دغه راز د پیړۍ د معاملې په ضد په بیلابیلو ښارونو کې ولولناک لاریونونه وکړ او پخپلو شعارونو کې ئې آل سعودرژیم ، وحشی صهونیسټی رژیم او دامریکا استکباری رژیم یو شان وبلل.
د فلسطین دروغتیائی چارو وزارت دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ،د بیرته ستنیدا دحق د لاریون په څلورشپیتم لاریون د وحشی صهیونیسټی رژیم د پوځیانو په یرغلونو کې نور اتیا فلسطینیان ټپیان شوی دی .
دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس پخوانی مشر او دمصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه مخکینی کاندید محمد البرادعی وئیلی دی ، دفلسطین په باب د بحرین کنفرانس یوه ښکاره دوکه وه .
دا هم دتهران کیهان ورځپاڼه ده چې په نننۍ ګڼې کې ئې پخپل لومړی مخ لیکلی دی ، د جاپان په اوزاکا ښار کې د جی شل ډلې سرمشریزه له کومې مثبتې نیتجې پرته پای ته رسیدلې، البته ډیرې ټیټې هسکې ئې درلودلی دی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران د والیبال ملی لوبډلې بیګا د ۲۰۱۹کال د ملتونو د لیګ دسیالیو په دوام کې د بلغارستان د والیبال ملی ټیم ته د صفر په مقابل کې په درو ګیمونو سره ماتې ورکړه . له دې مخکې د ایران د والیبال ملی ټیم په درو دیرشو امتیازونو سره دملتونو د لیګ نهائی مرحلې ته رسیدلی لومړنۍ ډله ده .
د طالبانو ډلې اوا مریکائی استازو ترمینځ د قطر په دوحې کې د خبرواترو د اوه م پړاؤ له پیلیدا سره په یووخت وسلوالو طالبانو دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې پر افغان او بهرنیو عسکرو ناتار ته هماغه راز دوام ورکړی او وئیل کیږی ، چې وسلوالو طالبانو د حکومتی لوری په ضد خپلو حملو اوبمی چاودنو ته لازیات زور ورکړی دی .
ځینی کره سرچینې وائی د یمن په جنګ کې په ناکامیو پسې د متحده عربی اماراتو چارواکو فیصله کړې و دخپلو عسکرو دمرګ ژوبلو دکمولو په موخې سره په یمن کې خپل پوځی شتون کموی او له کوم هائی هوئ پرته ئې له دغه هیواده دخپلو عسکرو ویستل پیل کړی دی .
د لیبیا د پوځ جنرال خلیفه حفتر وسلوال ځواک ترکیه ګواښلې که کشتۍ او الوتکې ئې دلیبیا حدودو ته نزدې شی ، نو د جنرال حفتر د ځواک په شیشت کې به ورشی او په نښه به شی .
د سورئې په شمال لویدیځ کې د حکومتی ځواکونو او د النصره جبهې تکفیری ترهه ګرو ترمینځ په سختو نښتو کې کابو سل کسان وژل شوی او د تکفیری ترهه ګرو زیاتره په سترو وسلو سنبال ګاډی هم تباه او ولجه شوی او دغه راز ئې به لسګونو جنایتکار ترهه ګر نیول شوی هم دی .
دپاکستان د حکومتی او اپوزیشن لورو ترمینځ سیاسی ترینګلتیاوې یو ځل بیا اوج ته رسیدلی او داسې ښکاری چې د عمران خان په مشرۍ حکومت چې ددغه هیواد پوځ ئې تر شا ولاړ دی ، د اپوزیشن ګوندونو اوډلو ټپلو په مالی فساد د ککړ و مشرانو په زندانونو کې دبندولو هوډ ئې کړی ، نو مخالفو ګوندونو هم هوډ کړی ، چې ددغه هیواد د اوسنی حکومت په خلاف له دې مخکې چې درست مشران ئې په زندانونو کې شپې سبا کړی لاس په کار کیږی او ولس به یو ځل بیا دحکومت د کارونو په ضد سړکونو ته وکاږ ی.
داهم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دایران او ۴+۱دلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د بشپړ اجرا او پخپل ځای د پاتیکیدو لپاره د وروستیو هلو ځلو په دوام کې په ویانا کې د ګډ کمیشن غوڼډه ترسره شوی ، چې اروپایان وائی ،له ایران سره دتجارتی مبادلاتو لپاره ئې دمالی لارو چارو نظام یا اینسټکس سسټم عملیاتی کړی او له دغه سسټم سره نور اروپائی هیوادونه هم یوځای کیږی ، داپه داسې حال کې د ی ، چې د ایران مرستیال خارجه وزیر او په دغو خبرواترو کې د ایران دمرکچی ټیم مشر عباس عراقچی په ډاګه کړې ، به دغو خبرواترو کې څه ناڅه پرمختګ شوی دی، خو لا هم د ایران د غوښتنو اوشرطونو دپوره کولو له حدودو سره ډیر واټن لری او که اروپائی لوری ته د ورکړل شوی الټی میټم وخت پای ته ورسیږی ، نو هیڅکله به هم دغه مهلت تمدید نشی او دایران اسلامی جمهوریت به په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په مادو کې خپلې اجرائی ژمنتیاوې نوره هم کمې کړی .
دپاکستان د خارجه وزارت ویندوی محمد فیصل په یولړ څرګندونو کې په پاکستان کې د دینی حقوقو او دلږکیو د آزادیو دخلاف ورزۍ په باب د امریکا د راپور په ردولو سره وئیلی دی ، په پاکستان کې د بیلابیلو دینونو او لږکیو دحقوقو دخلاف ورزیو په باب دامریکا دروغجن راپورونه هیڅکله هم د منلو وړ نه دی او باید امریکا دې نوره د مونږ په داخلی چارو کې له ګوت وهنو لاس په سر شی .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جی شل ډلې د سرمشریزې په څنډې کې چې د جاپان په اوزاکا ښار کې ترسره شوی ، له امریکا د عربستان دیو سل پنځلس میلیارډالرو په ارزښت د وسلو د اخستو په منننې سره وئیلی دی و عربستان د وسلو داخستو له امله د پنځه لکه امریکایانو لپاره دکارکسب فرصتونه برابریږی .
د کینیډا د ټرانسپورټ د وزارت چارواکو وئیلی دی ، په تیرې جمعې ورځې د کینیډا او دامریکا په میشیګان ایالت کې د پورټ هارون بندر ښار ترمینځ په سنټ کریّل سرنګ کې په یوې پیښې کې د ریل ګاډی څلویښت ډبې له پټلۍ وتلی دی . البته چاته پکې مرګ ژوبلې نه دی ا وښتی وئیل کیږی چې په دغه مال ګاډی کې داسې معدنیات بار وو چې په ډیرو خطرناکو وسلو کې ورځینی استفاده کیږی .
دسعودی عربستان په ختیځی ولایتونو کې هماغه راز د آل سعود رژیم د جنایتونو په ضد ولسی اعتراضونه او مظاهرې دوام لری .
د قطر په دوحې کې دطالبانو ډلې او دامریکائی استازو ترمینځ د خبرواترو اوه م پړاؤ په داسې حال کې پیل شوی ، چې له دې مخکې ددغو دواړو لورو ترمینځ دخبرواترو شپږ پړاؤنه له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلی دی .
****************************
اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،( البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په قطر کې د اووم پړاو مذاکراتو او د ولسی جرګې د مشر د ټاکلو په اړه لیکنې او تبصرې کړی دی.
مسیر ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې لیکلی په قطر کې اووم پړاو مذاکرات د افغان سولې لپاره برخلیک ټاکونکی دی.
د همدې ورځپانې په سرمقاله کې راغلی، که امریکا پر خپلو ژمنو ودرېږی، نو په همدې پړاو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شی او طالبان به تضمین ورکړی چې افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږی.
د لیکوال په باور د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان سره به اوربند هم اعلان شی، خو له حکومت سره د طالبانو د خبرو شرط به ونه منل شی.
د سرمقالې په پای کې راغلی طالبان به غوره وګڼی چې له سیاستوالو او سیاسی ګوندونو سره خبرو ته دوام ورکړی او د دې شونتیا هم شته چې طالبان له یو بې طرفه لنډ مهال حکومت سره خبرې ومنی او پهدې سره دا ستونزه هم حل شی.
= د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د سولې زیری ته د افغانانو بې صبرانه انتظار.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی افغانانو د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوی او له ټولو لورو غواړی چې د افغانستان وضعیت په درک کولو سره د داسې روغې جوړې په لټه کې شی چې د دایمی ثبات عامل شی.
= اصلاح دولتی ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې تمه ښودلې چې د قطر اووم پړاو مذاکرات به بین الافغانی خبرو ته مستقیمه زمینه برابره کړی.
د بلې دولتی ورځپاڼې هېواد په سرمقاله کې راغلی، امریکا باید په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو ژمنې ترسره کړی، داسې هڅې چې وروستۍ لاسته راوړنې پر اوبو لاهو نهکړی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، باید په افغانستان معامله ونه شی، هرو مرو به بهرنی ځواکونه له افغانستانه وځی دا د ټولو افغانانو ستر ارمان دی.
= کابل چاپ نورو ورځپاڼو بیا د ولسی جرګې د رئیس د ټاکل کېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دی.
هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلی، اوس چې د ولسی جرګې د رئیس ستونزه حل شوه نو لازمه ده چې د اداری پلاوی او کمېسیونونو لپاره انتخابات ترسره شی.
= ملی ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې سپارښتنه کوی چې باید د ولسی جرګې غړی د اداری پلاوی په ټاکلو کې قومی او سمتی مسایل مطرح نه کړی کهنه، نو له دې به هم زیات خلک د ولس په استازو بې باوره شی.