د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې دوه تنه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83114-د_هند_تر_کنټرول_لاندې_کشمیر_کښې_دوه_تنه_ووژل_شول
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د پوځیانو او بریدګرو ترمینځ نښته کښې دوه تنه حمله کونکي وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2019 03:08 Asia/Kabul
  • د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې دوه تنه ووژل شول

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د دغه هیواد د پوځیانو او بریدګرو ترمینځ نښته کښې دوه تنه حمله کونکي وژل شوي دي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په بډګام سیمه کښې د هندي پوځیانو او وسله والو بریدګرو ترمینځ نښته کښې دوه حمله کونکي په ډزو وژل شوي دي.

کلونه وشول چې هندوستان د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې لسګونه زره کشمیریان وژلې دي.

د کشمیر خلکو د دغې سیمې د وضعیت د ټاکل کیدو لپاره د ټولپوښتنې ترسره کولو په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکې دي خو د هندوستان حکومت ورسره تل مخالفت کوي.