پاکستان باید کلبوشن یادیوخوشی کړی
Jul 19, 2019 08:48 Asia/Kabul
-
پاکستان جاسوس کلبوشن یادیو ته په کنسولي لاسرسي او له هغه سره په ارتباط ساتلو کښې د هند په حق سترګې پټې کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان دبهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر () د کلبوشن یادیو د اعدام دحکم په هکله د بیا غور کولو لپاره له پاکستان څخه دهیګ دنړیوالې محکمې له غوښتنې وروسته په اسلام اباد غږ وکړ زر ترزه دې کلبوشن خوشی کړی .
هغه نن دهندوستان په پارلمان کښې وویل پاکستان جاسوس کلبوشن یادیو ته په کنسولی لاسرسی او له هغه سره په ارتباط ساتلو کښې د هند په حق سترګې پټې کړی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې دپاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په دې خبرې سره چې کلبوشن یادیو د اسلام اباد پرضد جرم کړی دی وویل پاکستان به د قانون پراساس دهندوستان له دغه ښاریز سره چلند وکړی .
ټیګونه