په سوریې کښې ترهګرۍ باید ختمه شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83497-په_سوریې_کښې_ترهګرۍ_باید_ختمه_شی
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف نن د جرمنی له یوې(۱) ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل دسوریې په ادلب ولایت کښې د لسګونو زره ترهګرو دشتون په هکله تراخره غلی نشو پاتې کیدلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2019 10:40 Asia/Kabul
  • امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه په سوریې کښې د کړکیچ د اوږدولو هڅه کوي .
    امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه په سوریې کښې د کړکیچ د اوږدولو هڅه کوي .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف نن د جرمنی له یوې(۱) ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل دسوریې په ادلب ولایت کښې د لسګونو زره ترهګرو دشتون په هکله تراخره غلی نشو پاتې کیدلی .

هغه ټینګار وکړ په سوریې کښې دترهګرۍ د مرکز له مینځه وړل د اروپایی اتحادیې په شمول د ټولو هیوادونو په ګټه دی ځکه چې دغه مسله به راتلونکی کښې له سیمې د ترهګرو ګواښونو سویه کمه کړی او  د کډوالیدا بهیر به محدود کړی .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف پرون دغه راز په ماسکو کښې د ساحل عاج هیواد له خارجه وزیر مارسل امون سره په ګډ خبری کانفرنس هم وویل امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه په سوریې کښې د کړکیچ د اوږدولو هڅه کوی او د خپلو جیو پولیټیک هدفونو دتحقق لپاره د جبهه النصره ترهګرې ډلې دساتلو کوشش کوی .