ګوترش: د فلسطينيانو کورونه ورانول غېر قانوني کار دے
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83637-ګوترش_د_فلسطينيانو_کورونه_ورانول_غېر_قانوني_کار_دے
د ملګرو ملتو مشر آنتونيوګوترش د صهيونېسټ رژيم لخوا د فلسطينيانو د کورنو په ورانولو د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، د فلسطينيانو د اموالو ختمولو لپاره د اسرائيلو سياست د نړيوالو قوانينو په خلاف کار دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 26, 2019 06:13 Asia/Kabul
  • ګوترش: د فلسطينيانو کورونه ورانول غېر قانوني کار دے

د ملګرو ملتو مشر آنتونيوګوترش د صهيونېسټ رژيم لخوا د فلسطينيانو د کورنو په ورانولو د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، د فلسطينيانو د اموالو ختمولو لپاره د اسرائيلو سياست د نړيوالو قوانينو په خلاف کار دے.

صهيونېسټ رژيم د تېر ګل له ورځې راهسې  د قدس شريف  د يهودي کولو لپاره د دغه ښار په خواو شا کښې د فلسطينيانو د کورونو ويجاړولو ترټولو ستر عمليات شروع کړي دي.

د صهيونېسټ رژيم دغه اقدام له پراخو نړيوالو ردعملونو سره مخامخ شوے دے د عفوې نړيوالې ادارې هم د صهيونېسټ رژيم دغه اقدام يو جنګي جنايت بللے دے.