امریکا د عربستان دجنایتونو ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83653-امریکا_د_عربستان_دجنایتونو_ملاتړ_وکړ
زمونږ خبریال وایی د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو د ایران پرضد دخپلو ادعاګانو په تکرارولو سره وویل سعودی عربستان د ایران د ګواښ په ختمولو کښې د واشنګټن شریک دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2019 00:12 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د امریکا او دځینو اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره په یمن پوځي تیري پیل کړي .
    سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د امریکا او دځینو اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره په یمن پوځي تیري پیل کړي .

زمونږ خبریال وایی د امریکا دباندنیو چارو وزیر مایک پمپئو د ایران پرضد دخپلو ادعاګانو په تکرارولو سره وویل سعودی عربستان د ایران د ګواښ په ختمولو کښې د واشنګټن شریک دی .

هغه پرون  له فاکس نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې له امریکا سره د خبرو اترو په موضوع کښې په کار نه ترسره کولو د ایران د تورنولو په ترڅ کښې ادعا وکړه ایران اوس هم د خپل اټومی او توغندوی پروګرام پراختیا او ورانکارو فعالیتونو ته دوام ورکوی .

مایک پمپئو په سعودی عربستان د وسلو د خرڅولو په بندیز  کښې د امریکا د ولسی جرګې کانګرس د مصوبې پرضد د ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې ورځې د ویټو(veto) په هکله وویل ټرمپ په ډیر شفاف ډول وویل دایران داسلامی جمهوریت یو(۱) حقیقی ګواښ دی او سعودی عربستان هم د ایران دګواښ په شا تمبولو کښې د واشنګټن شریک دی او مونږ له سعودی عربستان سره دشراکت لپاره هر کار ترسره کولای شو .

سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو د امریکا او دځینو اروپایی هیوادونو په ملاتړ سره په یمن پوځی تیری پیل کړی او له کبله یې په زرګونو ملکی وګړی وژل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .