عربستان د ملګروملتونو په تور فهرست کښې دی
Jul 27, 2019 01:43 Asia/Kabul
-
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف دیمن په جنګ کښې تراوسه اوه سوه نهویشت(۷۲۹) ماشومان وژلي دي .
زمونږخبریال وایی د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش بیګا امنیت شورا ته په یوه(۱) راپور کښې د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف د ماشومانو د حقوقود خلاف ورزۍ کونکو په تور فهرست کښې پریښود.
هغه وویل د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف دیمن په جنګ کښې تراوسه اوه سوه نهویشت(۷۲۹) ماشومان وژلی دی .
د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش وویل په تیر میلادی کال کښې دسعودی عربستان دائتلاف په حملو کښې دیمن شپږ سوه نهه اتیا(۶۸۹) ښار مړه یا ژوبل شوی دی .
ګوتریش په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې هم د سعودی عربستان ائتلاف دیمن دکابو ۶۸۳ ښاریزو د وژلو او په لسګونو ښوونځیو د بریدونو په دلیل د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ کونکو په تور فهرست کښې ورزیات کړ.
ټیګونه