هند او پاکستان باید زغم وښیی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83916-هند_او_پاکستان_باید_زغم_وښیی
ایرنا خبری اژانس وایی د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش هند او پاکستان د رامینځته شوی تاوتریخوالی په هکله زغم ته وربلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2019 01:00 Asia/Kabul
  • د کشمیر د وسیدونکو  پرضد د هندوستان دغه اقدامات د کشمیر سیمې دخلکو او داسلامي نړۍ د عمومي افکارو له غبرګون سره مخ شوي دي .
    د کشمیر د وسیدونکو پرضد د هندوستان دغه اقدامات د کشمیر سیمې دخلکو او داسلامي نړۍ د عمومي افکارو له غبرګون سره مخ شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش هند او پاکستان د رامینځته شوی تاوتریخوالی په هکله زغم ته وربلل .

هغه د کشمیر د مسلې په هکله  زغم ته دپاکستان او دهند په وربللو سره ټینګار وکړ د جمو او کشمیر په هکله د ملګروملتونو دریځ دهغه له منشور او د امنیت شورا له  پریکړه لیکونو سره سمون خوری .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش وویل زه دپاکستان او دهند ترمینځ د نولس سوه دوه اویایم (۱۹۷۲)میلادی کال د موافقې داجرا غوښتونکی یم کوم چې دجمو او دکشمیر د نهایی حالت ټاکل سوله ایز اوزار او دملګروملتونو له منشور سره په سمون خوړونکی ډول سپاری .

دملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر سیمې دحالت د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې په ترسره کیدا ټینګار لری .

د کشمیر دخلکو پرضد د هندوستان دحکومت وروستی اقدامات او محدودیتونه د نوی ډیلی او داسلام اباد ترمینځ د تاوتریخوالی دزیاتیدا سبب شوی دی .

دهندوستان ولسی جرګی لوک سبها(Lok Sabha) په تیرې سې شنبې ورځ د رایو په اکثریت سره د خپل تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې لپاره د کورواکۍ ځانګړی اختیارات لغوه کړل .

دهند پارلمان دغه راز د اساسی قانون د درې سوه اویایم(۳۷۰) مادې په لغوه کولو سره کشمیر سیمې ته د هندوانو د مهاجرت کولو  او هلته دځمکو د اخیستلو زمینه برابره کړه .

د کشمیر د وسیدونکو  پرضد د هندوستان دغه اقدامات د کشمیر سیمې دخلکو او داسلامی نړۍ د عمومی افکارو له غبرګون سره مخ شوی دی .