شمالی کوریا بل توغندی هم ازمویلی دی
Aug 09, 2019 23:45 Asia/Kabul
-
دشمالي کوریا له خبرداریو سره سره دامریکا او دجنوبي کوریا ګډه پوځي مانوره له تیرې دوشنبې ورځې راهسې پیل شوي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ جنوبی کوریا نن سهار وویل ګاونډی هیواد شمالی کوریا یې یوځل بیا توغندی ازمویلی دی .
د جنوبی کوریا یونهاپ خبری اژانس وویل شمالی کوریا له خپل ختیځ ساحل څخه دوه(۲) توغندی ویشتلی دی .
دا په تیرو څوارلسو (۱۴) ورځو کښې د شمالی کوریا پینځمه (۵) توغندوی ازموینه ده چې ترسره کړی یې ده .
دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون نوی توغندوی ازموینې له امریکا څخه د وسلو د واردولو دکار د بندولو او له واشنګټن سره د ګډو پوځی مانورو د کار د پاې ته رسولو لپاره جنوبی کوریا ته خبرداری بللی دی .
دشمالی کوریا له خبرداریو سره سره دامریکا او دجنوبی کوریا ګډه پوځی مانوره له تیرې دوشنبې ورځې راهسې پیل شوی او پینځویشت (۲۵) ورځې به دوام ولری .
ټیګونه