هند په کشمیر کښې له ګرځبندیز شاتګ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84019-هند_په_کشمیر_کښې_له_ګرځبندیز_شاتګ_وکړ
زمونږخبریال وایی د هند ترکنټرول لاندې دجمو او کشمیر سیمې والی یا ګورنر «ساتیا پال مالک» په دغه سیمه کښې په ګرځبندیز کښې دنرمښت د راوستلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2019 23:53 Asia/Kabul
  • پاکستان هم د کشمیر دخلکو پرضد د هند غلیمانه اقداماتو ته په غبرګون کښې له اسلام اباد څخه دهند سفیر اجی بساریا ایستلی .
    پاکستان هم د کشمیر دخلکو پرضد د هند غلیمانه اقداماتو ته په غبرګون کښې له اسلام اباد څخه دهند سفیر اجی بساریا ایستلی .

زمونږخبریال وایی د هند ترکنټرول لاندې دجمو او کشمیر سیمې والی یا ګورنر «ساتیا پال مالک» په دغه سیمه کښې په ګرځبندیز کښې دنرمښت د راوستلو خبر ورکړ .

هغه وویل د ګرځبندیز د مقرراتو په شمول د جمو او  کشمیر سیمې ځینې محدودیتونه به له نن څخه ختم شی .

د جمو او کشمیر ګورنر ساتیا پال مالک دغه راز وویل په راتلونکو اوو(۷) ورځو کښې به  په جمو او کشمیر سیمه کښې دامنیتی حالاتو په ښه کیدا سره سوکه سوکه ارتباطاتی کرښې له یوبل سره وصل شی .

دهندوستان حکومت څه موده مخکې جمو او کمشیر سیمې ته د لسګونو زره عسکرو په استولو سره له نورې نړۍ سره ددغه مسلمان میشته سیمې ارتباط په کامل ډول غوڅ کړی چې دکشمیریانو او دنړیوالې ټولنې اعتراض یې راپارولی دی .

پاکستان هم د کشمیر دخلکو پرضد د هند غلیمانه اقداماتو ته په غبرګون کښې له اسلام اباد څخه دهند سفیر اجی بساریا ایستلی او له نوی ډیلی  سره یې خپلې تجارتی اړیکې غوڅې کړی دی