په کشمیر کې د مسلمانانو د نسل وژنې خطره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84155-په_کشمیر_کې_د_مسلمانانو_د_نسل_وژنې_خطره_ده
د بشری حقوقو نړیوالې ادارې جینوسایډ واچ د کشمیر د کړکیچن وضعیت په اړه د خبرداری په ورکولو سره له ملګرو ملتو او د هغه له غړیو هیوادونو غوښتی دی چی هندوستان دې د کشمیریانو له نسل وژنی منع کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2019 01:13 Asia/Kabul
  • په کشمیر کې د مسلمانانو د نسل وژنې خطره ده

د بشری حقوقو نړیوالې ادارې جینوسایډ واچ د کشمیر د کړکیچن وضعیت په اړه د خبرداری په ورکولو سره له ملګرو ملتو او د هغه له غړیو هیوادونو غوښتی دی چی هندوستان دې د کشمیریانو له نسل وژنی منع کړی

د پاکستان دنیا ورځپاڼۍ له راپور سره سم د بشری حقوقو نړیوالې ادارې جینوسایډ واچ د کشمیر د کړکیچن وضعیت په اړه د خبرداری په ورکولو سره  له ملګرو ملتو او د هغه له غړیو هیوادونو غوښتی دی چی هندوستان دې د کشمیریانو له نسل وژنی منع کړی . دغې ادارې په خپل راپور کی اعتراف کړی دی چی چی د هند پوځ له ۱۹۴۷ کاله تراوسه اویا زره کشمیریان وژلی دی . په دغه راپور کی زیاته شوی ده چی په کشمیریانو ظلم ، د ښځو بی احترامی او له جرم پرته تر دوو کلونو پورې په جیل کی د کسانو د ساتلو پیښې عامې کیږی . د جینو سایډ واچ په راپور کی همداراز راغلی دی چی په کشمیر کی د مسلمانانو اکثریت دې خو له دې سره سره هلته د هندوانو او سیکانو لږکی د پوځی قدرت په زور واکمن کیږی .

له بلې خوا د بشری حقوقو ایمنسټی اینټرنیشنل ادارې هم په هند په سختې نیوکې سره ویلی دی چی د مودی حکومت د سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی .