کشمیر کښې ولسي اعتراضونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84194-کشمیر_کښې_ولسي_اعتراضونه_دوام_لري
د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو یوځل بیا په سیمه کښې لګیدلي ګرځبندیز ته په بې پامۍ سره مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2019 01:36 Asia/Kabul
  • کشمیر کښې ولسي اعتراضونه دوام لري

د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو یوځل بیا په سیمه کښې لګیدلي ګرځبندیز ته په بې پامۍ سره مظاهرې وکړې.

العالم چینل خبر ورکړی چې د کشمیر د خلکو په مظاهرو کښې معترضانو د ځان او خپلې سیمې خلاف د هندوستان د حکومت غلیمانه اقدامات وغندل.

یاده دې وي چې د هندوستان حکومت د روانې آګست میاشتې په پنځمه نیټه تر خپل کنټرول لاندې کشمیر سیمې ځانګړې اختیارات ختم کړل چې د دغې سیمې د خلکو سخت اعتراض او قهر یې راپارولی دی.