د جي-۷ خبرې اترې رغنده وې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84241-د_جي_۷_خبرې_اترې_رغنده_وې
د فرانسې ولسمشر له خپل امریکايي همرتبه سره په یوه ګډه خبري ناسته کښې اووه ډلې مذاکرات، د ایران په شمول زیاتره موضوعاتو کښې رغنده وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2019 03:02 Asia/Kabul
  • د جي-۷ خبرې اترې رغنده وې

د فرانسې ولسمشر له خپل امریکايي همرتبه سره په یوه ګډه خبري ناسته کښې اووه ډلې مذاکرات، د ایران په شمول زیاتره موضوعاتو کښې رغنده وبلل.

د تسنیم خبري آژانس په لیکنه، امانوئل مکرون او ډونلډ ټرمپ د فرانسې په بیاریټز ښار کښې د جي ۷ یا اووه دلې د سرمشریزې په پاې کښې یوه خبري غونډه کښې، په دغه اجلاس کښې د مطرح شویو بحثونو له هغو نه په ایران پورې د اړوندو مسائلو په هکله په ګډه خبري غونډه کښې څرګندونې وکړې.

د فرانسې ولسمشر په دغه خبري غونډه کښې له ایران سره د خبرواترو په هله وویل؛ کوم مفاد چې باید په هکله یې خبرې وشي همهغه د ایټمي موافقې(برجام) مفاد دي او په حقیقت کښې غواړو چې له ایران سره یوه نوې ایټمي موافقه وکړو.

مکرون هم داشان مدعي شو چې باید د ایرانیانو لپاره اقتصادي مزایاوې برابر کړو.

په دغه خبري غونډه کښې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم یوځل بیا د ایټمي موافقې په بدې بللو سره وویل چې له ایران سره یوه داسې ایټمي موافقه غواړي کومه چې باید له ایران سره د اوباما له ایټمي موافقې بدله وي.