هرمزتنګی به ایران اداره کړي؛وروستۍ پرېکړه د رهبر وینا اوحکم دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174458-هرمزتنګی_به_ایران_اداره_کړي_وروستۍ_پرېکړه_د_رهبر_وینا_اوحکم_دی
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي  پلاوي مشر محمدباقر قالیباف وویل: د هرمز تنګي اداره به هېڅکله له جنګ مخکي حالت  ته  بېرته ونه ګرځي، بلکې دا تنګی به د نړیوالو قوانینو په رعایتو  او د ایرانيو ترتیباتو له مخې د ایران له خوا اداره شي.
(last modified 2026-06-23T08:16:09+00:00 )
Jun 23, 2026 12:05 Asia/Kabul
  •   هرمزتنګی به ایران اداره کړي؛وروستۍ پرېکړه د رهبر وینا اوحکم دی

پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکچي  پلاوي مشر محمدباقر قالیباف وویل: د هرمز تنګي اداره به هېڅکله له جنګ مخکي حالت  ته  بېرته ونه ګرځي، بلکې دا تنګی به د نړیوالو قوانینو په رعایتو  او د ایرانيو ترتیباتو له مخې د ایران له خوا اداره شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامی  جمهوریت د پارلیمان مشر او د ایران دمرکچي ټیم مسئول  محمد باقر قالیباف د سویس له څلوراړخیزو مذاکراتو وورسته  د بېرته ستنېدو پر مهال په یوې مرکې کې د هرمز تنګي د ستونزو د حل لپاره د   ټیلیفوني اړیکې د یوې ځانګړې کرښې د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل:  دغه تنګی به دنړیوالو  قوانینو په رعایت او د ایرانيو ترتیباتو له مخې د ایران له خوا اداره شي.

د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د تیلي بندیزونو لیرې کول نهائي شول

ښاغلی قالیباف  د ایران د کنګل د  شویو شتمنیو د ازادېدو په اړه وویل: د تفاهم نامې د ۱۱ بند له مخې باید دوه، دوه شپږ میلیارډ  ډالرې  ازادې شوي وائ. د دې چارې لومړني اقدامات په قطر کې د سفر پر مهال ترسره شوي وو، خو وروستۍ لاسلیکونه باید په سویس کې ترسره شوي وائ چې ترسره شول.

قالیباف زیاته کړه: د ۱۰ بند له مخې د خامو تیلو ،پيټروکیمیکل محصولاتو او د هغو د مشتقاتو د خرڅلاو، همدارنګه د بانکدارۍ، بیمې او ټرانسپورټ موضوع ګانې مطرح دي. ځکه چې لا هم  نهائي هوکړه نه ده شوې، بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي؛ خو د لاسلیک شوې تفاهم نامې له مخې تر وروستۍ هوکړې پورې به د تیلو بندیزونه  لیرې وي.

هغه وویل چې یو مهم بحث د تفاهم نامې د بندونو د عملي کېدو د تعقیب چوکاټ ؤ، چې د ۶۰ ورځو تر پایه به تعقیب شي. په دې برخې کې هم موافقه شوې او ټاکل شوې چې ایراني او امریکايي پلاوي ګډې ناستې وکړي څو د دغو مو ردونو پلي کېدل وڅاري.

صهیونیستي رژیم له مذاکراتو سره سخت مخالف دی

د ایران د مرکچي ټیم مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم د مذاکراتو له بهیر سره سخت مخالفت کوي، ځکه  په دې لارې کې خپله نابودي ویني او هڅه کوي د مذاکراتو په بهیر کې خنډونه رامنځته کړي.

موږ هېڅکله نه دي غوښتي چې له امریکایانو سره په یوه چوکاټ کې واوسو

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې  ایراني پلاوي  ولې د ټرمپ له ګواښونو وروسته له مذاکراتو ووت ، وویل:  مونږ خپل اصول لرو او تر دې دمه مو هېڅکله نه دي غوښتي چې له امریکایانو سره په یوه ګډ چوکاټ یا تصویر کې واوسو. مینځګړو دوستانو ټینګار کاوه چې دا د خبرو اترو پیل دی، خو مونږ په څرګنده وویل چې په داسې چوکاټ کې  ګډون نه کوو، بلکې یوازې د مذاکراتو  لپاره حاضرېږو.

باید پوهه شو چې  نهائي پرېکړه د رهبر وینا او حکم دی

قالیباف په دغې مرکې کې دغه راز  وویل:  مونږ ټول د رهبرۍ د لارښوونو تابع یو او باید له هر ډول حاشیه جوړونې ډډه وکړو. مونږ یو ګډ دښمن لرو او باید د ولایت تر چتر لاندې متحد پاتې شو. یووالی باید د رهبرۍ د فرمان پر چورلیز وي، که هغه جنګ وي،  او که سوله، مذاکرات وي او که فرهنګي ډګر. باید پوهه شو چې وروستۍ پرېکړه او فصل‌الخطاب د رهبر وینا او حکم دی.