اروپایی اتحادیې دامریکا له هڅې سره مخالفت وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84299-اروپایی_اتحادیې_دامریکا_له_هڅې_سره_مخالفت_وښود
زمونږخبریال وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن فیډریکا موګرینی له ایران سره د نوی موافقې لپاره د امریکا په هڅو نیوکې سره د اټومی تړون د ساتلو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2019 10:33 Asia/Kabul
  • ایران به  د امریکا د بایکاټونو له لغوه کیدا مخکې له ولسمشرټرمپ سره د کتنې لپاره هیڅ پروګرام ونلري .
    ایران به د امریکا د بایکاټونو له لغوه کیدا مخکې له ولسمشرټرمپ سره د کتنې لپاره هیڅ پروګرام ونلري .

زمونږخبریال وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن فیډریکا موګرینی له ایران سره د نوی موافقې لپاره د امریکا په هڅو نیوکې سره د اټومی تړون د ساتلو غوښتنه وکړه .

هغې  نن وویل اټومی تړون باید له ایران سره د نوی اټومی موافقې د لاسلیک کیدا لپاره د امریکا د هراقدام دیوې(۱) برخې په توګه قربانی نشی .

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې فیډریکا موګرینی وویل د ۲۰۱۵ میلادی کال اټومی تړون یوه(۱) څو ملیتی موافقه ده او  دملګروملتونو امنیت شورا تائید کړی ده پردې اساس هغه څه چې موجود دی باید وساتل شی .

هغې وویل اروپایی اتحادیه د بل هر مکمل پلان چې د اټومی تړون احترام کوی هرکلی کوی او تل له دغه موافقې د ملاتړ کوشش کوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې دایران له ولسمشسر حسن روحانی سره د کتنې د غوښتنې په ترڅ کښې وویل ښه فرصت شته چې د تاوتریخوالو په اړه بحث وشی .

دایران ولسمشر حسن روحانی د امریکا د ولسمشر دغه غوښتنې ته په ځواب کښې وویل ایران به  د امریکا د بایکاټونو له لغوه کیدا مخکې له ولسمشرټرمپ سره د کتنې لپاره هیڅ پروګرام ونلری .