هند له اسرائیلو زیاتې وسلې واخیستلې
Aug 29, 2019 10:56 Asia/Kabul
-
هند او صهیونیسټ رژیم له دې مخکې هم د وسلو د اخیستلو ستر تړونونه لاسلیک کړي وو .
تسنیم خبری اژانس وایی د هندوستان حکومت له صهیونیسټ رژیم سره د« اسپایس» په نوم د دوه زره (۲۰۰۰) هوشمندو بمونو د اخیستلو تړون لاسلیک کړ .
د هند حکومت ددرې (۳)میلیارډه روپیو په ارزښت د تړون په لاسلیک کولو سره له صهیونیسټ رژیم څخه دغه دوه زره (۲۰۰۰) بمونه اخیستی دی .
له دې مخکې هم هند له صهیونیسټ رژیم څخه د اسپایس په نوم سل (۱۰۰) بمونه اخیستی او ترلاسه کړی وو .
هند او صهیونیسټ رژیم له دې مخکې هم د وسلو د اخیستلو ستر تړونونه لاسلیک کړی وو او دهند لومړی وزیر په ۲۰۱۷ میلادی کال کښې د فلسطین نیواکی سیمو یعنی اسرائیلوته هم ورغلی وو .
ټیګونه