هندوستان کښې چاودنې لسګونه تنه ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84341-هندوستان_کښې_چاودنې_لسګونه_تنه_ووژل
د هند په مهاراشټرا صوبه کښې د کیمیاوي موادو د تولید په کارخانه کښې چاودنې لسګونه تنه وژلې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2019 11:09 Asia/Kabul
  • آرشیو
    آرشیو

د هند په مهاراشټرا صوبه کښې د کیمیاوي موادو د تولید په کارخانه کښې چاودنې لسګونه تنه وژلې دي.

د ایرنا د خبر له مخې د هندوستان د لویدیځ د مهاراشټرا صوبې واقادي نومې کلي ته څیرمه نن سهار د کیمیاوي موادو د جوړولو په یوې چارخانې کښې د شوې چاودنې له امله لږترلږه شل تنه مړه، ۵۰ تنه زخمي او اویا تنه نور بیخي بې درکه شوې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، چاودنه دومره زوروره ده چې د کارخانې د خواوشا کلي یې هم ولړزول.

د چاودنې په وخت له سلو زیات کارګران په کارخانې کښې په کار اخته وو.

هندي پولیسو په کارخانه کښې د ګیس د موجودو سیلینډرونو په یو وخت چاودیدل د دې پیښې علت بللی دی او د زخمیانو حالت او د کسانو بې درکه کیدو ته په پام سره د مړو د شمیر د زیاتیدو احمال شته دی.